د زابل والي د دې ولایت له قومي مشرانو دیني عالمانو او دسيمې له متنفذینو سره وکتل.

د زابل والي ملا بسم الله عبدالله نن په ولایت مقام کې د زابل ولایت له یو شمېر قومي مشرانو دیني عالمانو او متنفذینو سره په داسې حال کي وکتل چي مرستیال والي ملا عبدالخالق عابد، امنیه قومندان ایوب اخندزاده، د ولایت مقام دفتر رئیس ملا احمد مختار او د یو شمېر امنیتي حوزو مسئولینو […]

د زابل والي ملا بسم الله عبدالله نن په ولایت مقام کې د زابل ولایت له یو شمېر قومي مشرانو دیني عالمانو او متنفذینو سره په داسې حال کي وکتل چي مرستیال والي ملا عبدالخالق عابد، امنیه قومندان ایوب اخندزاده، د ولایت مقام دفتر رئیس ملا احمد مختار او د یو شمېر امنیتي حوزو مسئولینو هم حضور درلود .

د راغلو مشرانو په استازولۍ حاجي عبدالقادر وردګ ، مولوي عبدالحمید ، محمد عمر خان اطرافي ، حاجي عبدالرشید ناصر  او حاجي محمد جمعه ترکي خبرې وکړې د نوي حکومت په راتګ سره یې د زیاتې خوښۍ د څرګندولو تر څنګ د هر ډول همکارۍ او ملاتړ ډاډ او اطمینان ورکړ او د کلات ښار د برېښنا د نشتون، د بشري مرستو په وېش کې د نه شفافیت، د فقر او بیکارۍ د کچې د زیاتوالي ، د مستوفیت له لوري د دوکانونو څخه د زیاتې او دوامداره جریمې د اخېستلو ، په کلات ښار کې د یو باب تجارتي مارکیټ د تړل کېدو ، په کلات ښار کې د موټرانو او موټر سیکلونو د تیز رفتار ، د استناف محکمې د پرسونل او په اوونۍ کې یې د کاري ورځو د زیاتوالي او د تېر حکومت د چارواکو د شخصي جایدادونو او شخصي موټرونو د بېرته ورکړې او په کلات ښار کې د اوړو لپاره د یوه لوی منډوي د جوړېدو په برخه کې یې شته ستونزې هم ورسره شریکې کړې او ورڅخه یې د حل غوښتنه وکړه .

 

د زابل والي ملابسم الله عبدالله مرستیال والي ملا عبدالخالق عابد او امنیه قومندان ایوب اخندزاده هم د راغلو مشرانو د خبرو له اورېدو څخه وروسته په ترتیب سره ویناوې وکړې او د راغلو مشرانو څخه یې مننه وکړه چې تل یې د خپل نوي اسلامي حکومت ننګه او ملاتړ کړی دی او زیاته یې کړه چې د مشرتابه د هدایت په اساس به د هیواد ټولو شهیدانو معلولینو کونډو او یتیمانو سره هم مرستې وشي او حقوق به یې ورته اجرا شي.

د زابل والي وويل: د زابل د ولس ټولې ستونزې به په هور اوري اود حل کولو لپاره به له خپل ټول توان څخه کار اخلي.

دوی همدارنګه د راغلو مشرانو سره د پورته ذکر شویو ستونزو د ژر تر ژره حل ژمنه وکړه او زیاته یې کړه چې تاسو باید په خپلو سیمو کې د ولسونو او قومونو تر منځ د یووالی اتحاد او اتفاق لپاره هلې ځلې وکړئ او هغه کسان چې د دولت او برېښنا ریاست قرضداران دي تاسو یې دې ته تشویق کړئ ترڅو خپل باقیات تصفیه کړي نوموړي زياته کړه:  چي ولايت مقام به د زابل بريښنا رياست سره د تيلو په برخه کي همکاري وکړي تر څو د کلات ښار بريښنا ستونزه په موقتي توګه حل شي. په وينا يې د ستونزې بنسټيز حل لپاره يې پيشنهادونه له مرکز او زون دواړو سره شريک کړي