نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
د زابل مرستیال والي الحاج ملا عبدالخالق عابد نن په ولایت مقام کې په افغانستان کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمشنرۍ د جنوب لویځې حوزې د خوندیتوب کمېټې د مسئول فلیپ او ورسره مل پلاوي سره په داسې حال کې وکتل چې د ولایت مقام د دفتر […]
د زابل مرستیال والي الحاج ملا عبدالخالق عابد نن په ولایت مقام کې په افغانستان کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمشنرۍ د جنوب لویځې حوزې د خوندیتوب کمېټې د مسئول فلیپ او ورسره مل پلاوي سره په داسې حال کې وکتل چې د ولایت مقام د دفتر رئیس ملا احمد مختار د سکتوري خدمتونو رئیس ملا رحیم الله مقبول د بشري سرچېنو رئیس احمد شاه مخلص او د کډوالو چارو آمر مولوي حمدالله صمیم هم برخه لرله.
د راغلي پلاوي په استازولۍ ښاغلي فلیپ د زابل له مرستیال والي سره د خپلو فعالیتونو او پروګرامونو په اړوند معلومات شریک کړل او زیاته یې کړه چې د ملګرو ملتونو عالي کمشنري د کډوالو چارو آمریت په چوکاټ کې په زابل ولایت کې عام المنفعه خدمات وړاندې کوي چې تر دې مهاله پورې یې د مرکز کلات تر څنګ په یو شمیر ولسوالیو کې د جګړو له امله د داخلي بیځایه شویو کورنیو سره د مرستو تر څنګ د روغتیا او پوهنې په برخه کې هم یو شمېر پروژې عملي کړې دي چې دا لړۍ به په دوامداره توګه جریان ولري .
د زابل مرستیال والي حاجي عابد صاحب راغلي پلاوي ته ښه راغلاست وویل او مننه یې ورڅخه وکړه چې زابل ولایت ته یې تشریف راوړ او همدارنګه یې وویل چې د زابل ولایت خلک ډېر بې وزله دي او تېرې شل کلنې جګړې او وچکالۍ سخت ځپلي دي چې زیاتو بشري او زیربنایي مرستو ته اړتیا لري او همدارنګه یې ډاډ او اطمینان ورکړ چې په زابل ولایت کې دې د ولایت مقام سره په همغږي سره خپل خدمات او فعالیتونه ترسره کوي او د زابلیانو شته ستونزې او مشکلات دی تر خپلو مرکزي دفترونو او ډونرانو پورې ورسوي.
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.