نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
د زابل مرستیال والي الحاج ملا عبدالخالق عابد په ولایت مقام کې د عامې روغتیا ریاست په چوکاټ کې د یو شمېر همکارو مؤسساتو له استازو سره په داسې حال کي وکتل چې د عامې روغتیا رئیس مولوي ګل محمد احمد او د ولایت مقام د دفتر رئیس احمد مختار هم برخه لرله. د […]
د زابل مرستیال والي الحاج ملا عبدالخالق عابد په ولایت مقام کې د عامې روغتیا ریاست په چوکاټ کې د یو شمېر همکارو مؤسساتو له استازو سره په داسې حال کي وکتل چې د عامې روغتیا رئیس مولوي ګل محمد احمد او د ولایت مقام د دفتر رئیس احمد مختار هم برخه لرله.
د زابل ولایت د عامې روغتیا رئیس لومړی د یادو خیریه مؤسساتو د فعالیتونو په اړه مرستیال والي ته معلومات ورکړل، او زیاته یې کړه چې یادو خیریه مؤسساتو په هر ډول شرایطو کې د عامې روغتیا ریاست سره په همغږۍ خپل خدمات تر سره کړي او د ولسونو صحي ستونزو ته یې رسیدګي کړې ده.
د زابل مرستیال والي د راغلو مؤسساتو له استازو څخه مننه وکړه چې په زابل ولایت کي فعالیتونه کوي او غوښتنه یې ورڅخه وکړه چې د زابل ولایت لیرې پرتو ولسوالیو ته دې خپل صحي خدمات ورسوي او هلته دي مجهز روغتیایي مرکزونه او سیار صحي ټیمونه جوړ کړي تر څو د ولسوالیو د ولسونو تداوي په خپلو سیمو کې وشي او مرکز کلات او نورو ولایتونو ته تګ لپاره مجبور نشي .
ښاغلي عابد صاحب همدارنګه د راغلو مؤسساتو له استازو څخه غوښتنه وکړه چې ټولې چارې دې په پوره شفافیت او د اصولو مطابق د ولایتي ادارې سره په همغږي تر سره کوي او وخت پر وخت دې خپل پلانونو ستونزې او لاسته راوړنې له ولایتي ادارې سره شریکوي .
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.