نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
د زابل مرستیال والي سلیمان آغا بهیر او د زابل مرستیال والي او د افغانستان د ملي راډیو ټلویزیون عمومي مشر مولوي احمدالله وثیق نن مازدیګر د زابل ملي راډیو ټلویزیون آمریت څخه لېدنه وکړه او د روغنیاتو، ترانسپورټ ، د تشکیل د کمبود، د راډیو ټلویزیون لپاره د معیاري ودانۍ د نشتون په […]
د زابل مرستیال والي سلیمان آغا بهیر او د زابل مرستیال والي او د افغانستان د ملي راډیو ټلویزیون عمومي مشر مولوي احمدالله وثیق نن مازدیګر د زابل ملي راډیو ټلویزیون آمریت څخه لېدنه وکړه او د روغنیاتو، ترانسپورټ ، د تشکیل د کمبود، د راډیو ټلویزیون لپاره د معیاري ودانۍ د نشتون په برخو کې یې د دوي شته ستونزې غوښتنې او وړاندیزونه واورېدل .
د ملي راډیو ټلویزیون عمومي مشر مولوی احمدالله وثیق د دوي سره د شته ستونزو د حل ژمنه وکړه او زیاته یې کړه چې په نوي مالي کال کې به امکاناتو او بودجې ته په کتو شته ستونزو ته رسیدګي وشي .
ښاغلي وثیق همدارنګه د ولایت مقام او ملي راډیو ټلویزیون د آمریت تر منځ همغږي اړینه وبلله او زیاته یې کړه چې د ملي راډیو ټلویزیون آمریت دې خپلې چارې د ولایت مقام سره په پوره همغږي سره پر مخ وړي او د زابلیانو شته ستونزو ته دې په ښه ډول سره انعکاس ورکړل شي.
په اخیر کې د زابل مرستیال والي او د ملي راډیو ټلویزیون عمومي مشر د زابل ملي راډیو ټلویزیون د خبري او نشراتي دفترونو او سټدیو ګانو څخه هم لېدنه وکړه او د راډیو ټلویزیون کارمندانو ته یې د چارو د بهبود پخاطر لازمې سپارښتنې وکړې.
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.