نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
۱۴۴۳/۴/۲۶ تېره ورځ د زابل مرستیال والي الحاج ملا عبدالخالق عابد او امنیه قومندان ایوب اخندزاده د زابل ولایت میزانې ولسوالۍ ته سفر وکړ او د یادې ولسوالۍ د قومي مشرانو دیني عالمانو او عامو خلکو په غونډه کې یې ګډون وکړ او د دوي شته ستونزې یې له نږدې څخه واورېدلې. د زابل مرستیال […]
۱۴۴۳/۴/۲۶
تېره ورځ د زابل مرستیال والي الحاج ملا عبدالخالق عابد او امنیه قومندان ایوب اخندزاده د زابل ولایت میزانې ولسوالۍ ته سفر وکړ او د یادې ولسوالۍ د قومي مشرانو دیني عالمانو او عامو خلکو په غونډه کې یې ګډون وکړ او د دوي شته ستونزې یې له نږدې څخه واورېدلې.
د زابل مرستیال والي ملا عبدالخالق عابد او امنیه قومندان ایوب اخندزاده په یاده غونډه کې وینا وکړه د صفوفو د تصفیې په اړوند یې مجاهدینو ته لازمې سپارښتنې وکړې او د یادي ولسوالۍ ولسونو ته یې د بشپړ امنیت، ډاډ او اطمینان ورکړ او زیاته یې کړه چې د زابل ولایتي اداره به په ټولو ولسوالیو کې د متوازن انکشاف لپاره هلې ځلې وکړي او د ټولو ولسوالیو د ولسونو شته ستونزو ته به پر ټاکل شوي وخت سره رسیدګي وکړي او د دوي شته ستونزې به له نږدې څخه واورې او ټولو ولسوالیو ته به د سفرونو لړۍ جاري وساتي
په یاده ولسي غونډه کې د میزانې ولسوالۍ د ولسونو په استازولۍ مشهور دیني عالم شیخ الحدیث مولوي عبدالروف اخندزاده خبري وکړي د تېرو شلو کلونو د سرښندنو او قربانیو ستاینه او قدرداني یې وکړه او د نوي حکومت څخه یې خپل بشپړ ملاتړ اعلان کړ او زیاته یې کړه چې د یادې ولسوالۍ ټول ولسونه د نوي حکومت تر شاه ولاړ دي او تل به یې ننګه او ملاتړ وکړي
د یادې غونډي په پای کې د زابل مرستیال والي او امنیه قومندان د یادې ولسوالۍ د مجاهدینو سره د اعاشې او خوراکي موادو او د یو شمېر دیني مدرسو له مسئولینو سره یې د نقدو پیسو مرسته وکړه .
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.