د زابل مرستیال والي او امنیه قومندان د شهرصفا ولسوالۍ څخه لېدنه وکړه.

د زابل مرستیال والي ملا عبدالخالق عابد او امنیه قومندان ایوب اخندزاده نن د زابل ولایت شهرصفا ولسوالۍ ته کاري سفر وکړ او هلته یې د یادې ولسوالۍ د ملکي او نظامي مسئولينو قومي مشرانو دیني عالمانو او عامو ولسونو سره وکتل او د دوي شته ستونزې غوښتنې او نظرونه یې واورېدل .   د […]

د زابل مرستیال والي ملا عبدالخالق عابد او امنیه قومندان ایوب اخندزاده نن د زابل ولایت شهرصفا ولسوالۍ ته کاري سفر وکړ او هلته یې د یادې ولسوالۍ د ملکي او نظامي مسئولينو قومي مشرانو دیني عالمانو او عامو ولسونو سره وکتل او د دوي شته ستونزې غوښتنې او نظرونه یې واورېدل .

 

د زابل امنیه قومندان ایوب اخندزاده لومړی وینا وکړه او د شهرصفا ولسوالۍ له ولسونو څخه یې مننه وکړه چې په جهادي بهير کي مهم رول ادا کړ په تېرو شلو کلونو کې یې زیات تکلیفونه او زحمتونه وګالل او همدارنګه یې له دوي څخه غوښتنه وکړه چې د نظام تر شا ودريږي او پر دینې عالمانو باندې یې غږ وکړ چې د ولسونو د یووالي او اتفاق لپاره دې خپل غږ پورته کړي او هغه کسانو دې رسوا کړي چي قومي تفرقې او ډلې ټپلې جوړوي .

 

د زابل مرستیال والي ملا عبدالخالق عابد هم وینا وکړه او د شهرصفا ولسوالۍ د ولسونو له میړانې او میلمه پالنې څخه یې مننه وکړه او زیاته یې کړه چې د یاد سفر څخه یې هدف دا دی چې د ولسونو او حکومت تر منځ واټن ختم شي او د ولسونو شته ستونزې پخپله له نږدې څخه واوري او د حل لپاره یې هلې ځلې وکړي .

 

د زابل مرستیال والي همدارنګه زیاته کړه چې اوسني مسئولین ستاسو خادمان او خدمتګاران دي او ستاسو میړنیو ولسونو په برکت او همکارۍ سره یې د نړی ستر طاقت مات کړ او  په هیواد کې یې نوی خپلواک او مستقل اسلامي نظام قایم کړ .

 

ملا عبدالخالق عابد همدارنګه د صفونو د تصفیې په  اړوند هم هر اړخیزې خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې خپل صفوف به له ناپاکه او مفسدو کسانو څخه پاک کړي او هر څوک چې شکایت لري د دوي شکایت ته به پر ټاکل شوي وخت سره رسیدګي کیږي خو شکایت باید د ثبوت او شواهدو په اساس وي تر څو په ښه ډول سره حق حقدار ته ورسیږي.

 

د شهر صفا ولسوالۍ د ولسونو په استازولۍ مولوي حضرت ولي خبرې وکړې او د راغلي پلاوی څخه یې مننه وکړه چې شهرصفا ولسوالۍ ته یې سفر وکړ او د خپلو سیمو شته ستونزې یې ورسره شریکې کړې او ورڅخه یې د حل غوښتنه وکړه او راغلي پلاوي ته یې ډاډ او اطمینان ورکړ چي ټول ولس د اسلامي امارت تر شا ولاړ دی.