د زابل لپاره دامر بالمعروف اونهی عن المنکر ریاست لپاره نوی رئیس وټاکل شو

دافغانستان اسلامي امارت د دعوت ارشاد، امر باالمعروف او نهي عن المنکر ریاست نن ١٤٠٠\٩/٣٠ په زابل ولایت کې د امر باالمعروف ریاست لپاره نوی رئيس وټاکل شو. ښاغلی مولوي محمد ابراهیم جاوید صاحب د یوې غونډې په ترڅ کې دامر باالمعروف نهي عن المنکر درئیس په توګه معرفي شو، په یاده غونډه کې د […]

دافغانستان اسلامي امارت د دعوت ارشاد، امر باالمعروف او نهي عن المنکر ریاست نن ١٤٠٠\٩/٣٠ په زابل ولایت کې د امر باالمعروف ریاست لپاره نوی رئيس وټاکل شو.

ښاغلی مولوي محمد ابراهیم جاوید صاحب د یوې غونډې په ترڅ کې دامر باالمعروف نهي عن المنکر درئیس په توګه معرفي شو،

په یاده غونډه کې د زابل ولایت محترم والي بسم الله عبدالله، د پوهنې رئیس مولوي محمد عثمان حریت، د صفوفو تصفیې کمېسون غړی ښاغلي امین الله الفت صاحب او نورو مسؤلینو ګډون درلود.

په غونډه کې مخورو علماؤ دځینو ریاستونو رئیسانو او دغونډې ګډونوالو ویناوې وکړې،

یادو ویناوالو نوي ټاکل شوي رئیس ښاغلي مولوي محمد ابراهیم جاويد صاحب ته د مبارکۍ او په چارو کې دښه مدیریت ترڅنګ مجاهدینو او دغونډې ګډونوالو ته وویل چي موږ او تاسي باید لومړی دلوی خدای ج شکر اداء کړو چي موږ یي په خپل فضل او کرم تر دغه ځایه راورسولو،

او پرمجاهدینو او اړونده مسؤلینو یي غږ وکړ چي له تکبر یا لویي څخه ځان وساتي او په پوره صادقانه ډول خپل مسؤلیت اداء او خپل هیواد او هیوادوالو ته خدمت وکړي.