د زابل د پوهنې رياست ۱۵زره ماشومانو ته د ديني او عصري زده کړو زمينه مساعده کړه

الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني۲۴)د زابل د پوهنې رياست په هڅو ددې ولایت په مرکز کلات او ټولو ولسوالیو کې د ۴۹۰ ښونکو په مټ ۱۵۰۰۰ زده کونکو ته د زده کړو زمینه برابره شوه د زابل د پوهني رئیس مولوي محمد عثمان حریت وایې دا زده کونکو ته د پوهني ریاست تر چتر لاندې NRC همکارې […]

الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني۲۴)د زابل د پوهنې رياست په هڅو ددې ولایت په مرکز کلات او ټولو ولسوالیو کې د ۴۹۰ ښونکو په مټ ۱۵۰۰۰ زده کونکو ته د زده کړو زمینه برابره شوه

د زابل د پوهني رئیس مولوي محمد عثمان حریت وایې دا زده کونکو ته د پوهني ریاست تر چتر لاندې NRC همکارې تعلیمي موسیسې له لوري د زده کړو زمینه برابره شوه

د نوموړي په خبره دا هغه سیمي دي چې په تیرو دوه لسیزو کې له زده کړو محرومي پاته وي او هڅه کوي څو یادو سیمو ته نور محلي زده کړییز ټولګي هم د بیلاببلو موسیسو په همکاري ورکړي

بل لور ته د سیمي اوسیدونکې خوښ دي وایې چې وړاندې دوه لسیزي یي هیڅ ښونځی، او درسي ټولګی نه درلود