د زابل د مرستیال والي په مشرۍ د اداري مجلس نوبتي غونډه تر سره شوه.

  د زابل د مرستیال والي ملا عبدالخالق عابد تر مشرۍ لاندې د اداري مجلس نوبتي غوڼده په داسې حال کې نن په ولایت مقام کې تر سره شوه چې د ټولو دولتي ادارو مسئولېنو برخه لرله.   د اجنډا سره سم د جلسې پیل د قرانکریم په مبارکو آیاتونو سره وشو او د جلسې […]

 

د زابل د مرستیال والي ملا عبدالخالق عابد تر مشرۍ لاندې د اداري مجلس نوبتي غوڼده په داسې حال کې نن په ولایت مقام کې تر سره شوه چې د ټولو دولتي ادارو مسئولېنو برخه لرله.

 

د اجنډا سره سم د جلسې پیل د قرانکریم په مبارکو آیاتونو سره وشو او د جلسې ټولو ګډونوالو په نوبت سره د تېرو میاشتو کاري راپورونه لاسته راوړنې پلانونه او شته ستونزې بیان کړې.

 

ورپسې د زابل مرستیال والي ملا عبدالخالق عابد وینا وکړه او د ټولو دولتي ادارو له مسؤلېنو څخه یې مننه وکړه چې دولتي چارې یې په دوامداره توګه جاري ساتلې دي او غوښتنه یې ورڅخه وکړه چې خپلې ورځنۍ چارې دې د ورکړل شوې لایحې او طرزالعمل مطابق په پوره اخلاص صداقت او رښتنولی سره تر سره کوي او هیڅ اداره دې د بلې ادارې په چارو کې مداخله نکوي او هره اداره دې د خپلې لایحې مطابق کارونه پر مخ وړي تر څو د بې نظمۍ او ګډوډۍ مخنیوي وشي.

 

همدارنګه په ننني مجلس کې پر لاندې ذکر شويو موضوعاتو باندې مفصلې خبرې وشوې او اړوندو ادارو ته لازم هدایتونه ورکول شو

 

 

د کلات ښاروالۍ ته دنده وسپارل شوه چې په کلات ښار کې دې د بهرنیو اسعارو پر راکړه ورکړه بنديز ولګوي او په دقیقه توګه دې د نرخونو کنټرول او څارنه وکړي .

 

د معادن ریاست ته لارښوونه چې د تورې بند په ساحه کې دې د خپلسرو کندنو او چادونو مخنیوي وشي ځکه یادې کندنې او چاودنې د تورې بند ته تاوان رسوي .

 

د عامې روغتیا ریاست ته دنده وسپارل شوه چې په شخصي درملتونونو کې دې د دولتي دواګانو او د ماشومانو د سوی تغذي موادو د خرڅلاو مخنیوي وکړي او د عاملینو سره یې دې قانوني چلند وشي.

 

یو ځل بیا د مخابراتو ریاست ته دنده وسپارل شوه چې له مخابراتي شبکو سره دې اړیکه ونیول شي تر څو په ټولو ولسوالیو او لیرو پرتو سیمو کې د مخابراتي شبکو خدمات پیل شي او د ولسونو شته ستونزو ته پر وخت رسیدګي وشي.