د زابل د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د دې ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د امیر المؤمنین حفظه الله هدایات توزیع شول

زابل: نن ورځ د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د اطلاعاتو آمریت له لوري د دې ولایت په مرکز او ولسوالیو کې غربي هیوادونو ته د تلوونکو افغانانو په اړه د امیرالمؤمنین حفظه الله د هدایاتو د توزیع ترڅنګ خلګو او ځوانانو ته عامه پوهاوی ورکړل شو. د امیرالمؤمنین حفظه الله هدایات د مرکز د ناحیو، […]

زابل:

نن ورځ د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د اطلاعاتو آمریت له لوري د دې ولایت په مرکز او ولسوالیو کې غربي هیوادونو ته د تلوونکو افغانانو په اړه د امیرالمؤمنین حفظه الله د هدایاتو د توزیع ترڅنګ خلګو او ځوانانو ته عامه پوهاوی ورکړل شو.

د امیرالمؤمنین حفظه الله هدایات د مرکز د ناحیو، مسجدونو دوکاندرانو، هوټلونو او د بیلابیلو سیمو تر څنګ ټولو ولسوالیو دفترونو او امینه قوماندنیو ته د موټرو د نمایندګیو له لارې ولیږل شول.

ياد هدایات د دې ریاست له لوري په داسې حال کې په ټول ولایت کې توزیع کيږي چې په افغانستان کې د سیاسي بدلون سره ځینې افغانان د سیاسي او اقتصادي ستونزو په پلمه د هیواد پریښودلو او غربي هیوادونو ته د تګ زړه ښه کوي چې د ځینو سره بیا له عمره کم ماشومان او میرمنو هم وي، په لاره او کمپونو کې دوئ د بې امنیتي، اخلاقي او بشري ستونزو سره مخ کيږي، چې دا دوئ د خپلوانو او په ټول کې د عامو افغانانو د خفګان سبب ګرځي.