د زابل دوالي مرستیال د DRC مؤسسې د پروګرامونو له عمومي مشرې سره وکتل

زابل: د زابل مرستیال والي الحاج ملا عبدالخالق عابد د افغانستان لپاره د DRC مؤسسې له عمومي مشرې الکس او د جنوب زون د مسئول علي المغداد سره نن په ولایت مقام کې په داسې حال کې وکتل چې د یو شمېر دولتي ادارو رئیسانو او استازو هم حضور درلود. د زابل مرستیال والي ملا […]

زابل:

د زابل مرستیال والي الحاج ملا عبدالخالق عابد د افغانستان لپاره د DRC مؤسسې له عمومي مشرې الکس او د جنوب زون د مسئول علي المغداد سره نن په ولایت مقام کې په داسې حال کې وکتل چې د یو شمېر دولتي ادارو رئیسانو او استازو هم حضور درلود.

د زابل مرستیال والي ملا عبدالخالق عابد د راغلي پلاوی سره د زابل ولایت د عمومي ستونزو په اړوند مفصلې خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې زابل ولایت وچکالۍ او جګړو سخت ځپلی دې چې خلک یې زیات بې وزله او غریبان دي چي د ژمي موسم تر راتګ مخکې باید مرکز او ولسوالیو ته اړینې مرستې ورسیږي ځکه د ژمي په موسم کې د یو شمېر ولسوالیو لارې له مرکز سره تړل کیږي او خلک د ګڼو ستونزو سره مخامخ کیږي او همدارنګه د تېرو جګړو او وچکالۍ له امله د مرکز کلات او ولسوالیو څخه زیاتې کورنۍ بې ځایه شوې دي چې اوس د سرپنا لپاره مناسب ځای نلري او په دې یخ موسم کې په خیمو کې اوسیږي؛ که رسیدګي ورته ونشي لوی بشري ناورین به رامنځته شي.

د زابل مرستیال والي همدارنګه راغلي پلاوي ته ډاډ ورکړ چې ولایتي اداره د اصولو او قوانیو په چوکاټ کې هر ډول همکاري ته چمتو ده او غوښتنه یې ورڅخه وکړه چې په زابل کې دې د لومړنیو بشري مرستو تر څنګ بنیادي کارونه وشي د اوبو بندونه دې جوړ شي لویې برمې دې ووهل شي او د زراعت په برخه کې دې فعالیتونه زیات شي تر څو هیواد مو پر ځان بسیا او خلکو ته د دوامداره کار او کسب زمینه برابره شي .

د راغلي پلاوي په استازولۍ علي المغداد او الکس خبرې وکړې او زیاته یې چې د زابل ولایت د ولسونو په ټولو شته ستونزو خبر دي او ډېر ژر به خپل فعالیتونه لیرو پرتو ولسوالو ته وغځوي او د اړمنو کورنیو سره به اړینې مرستې وکړي او همدارنګه د DRC موسسې له لوري په مرکز کلات او میزانه ولسوالۍ کې د شاوخوا ۲۰۰ کورنیو لپاره د سرپنا د جوړولو پروژه روانه ده چې لنډو ورځو کې به دا لړۍ یو شمېر نورو ولسوالیو ته هم ورسیږي او ۲۰۰ نورو کورنیو ته به هم سرپنا جوړه شي .