نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
د زابل د تاریخي بالاحصار تاريخي قدامت تر سکندر مقدني پوري رسي، ياد تاریخي بالاحصار زابل ولایت تر ټولو په لوړ سطح کې قرار لري او په هر نظام کې ورڅخه د نظامي چارو کار اخيستل سوی دی چې غټ ديوالونه، نظامي سمڅې او زیرخانې هم لري، د ورستيو جګړو له امله يي زیاتي برخې […]
د زابل د تاریخي بالاحصار تاريخي قدامت تر سکندر مقدني پوري رسي، ياد تاریخي بالاحصار زابل ولایت تر ټولو په لوړ سطح کې قرار لري او په هر نظام کې ورڅخه د نظامي چارو کار اخيستل سوی دی چې غټ ديوالونه، نظامي سمڅې او زیرخانې هم لري، د ورستيو جګړو له امله يي زیاتي برخې تخریب سوې دي، که د اسلامي امارت مسؤلین يي په وخت غم ونه خوري؛ نور هم د خرابیدو په حال کې دی.
ددې ولایت فرهنګپالان ددې تاریخي بالاحصار جوړول اړين بولي او وايي دا ځاي باید له نظامي برخي څخه بیل او اطلاعاتو او فرهنګ رياست پوري مربوط سي، ځکه چې له يوې خوا به د عوایدو ښه سرچينه وي او بل خوا به د سیاحت لپاره ښه مناسب ځاي ولرو.
د زابل ولایت يو تن فرهنګپال عيسي محمد زاهد وايي د تاریخي په اوږدو کې دغه بالاحصار ډيرې سړې او تودې تيرې کړې دي؛ چې وخت پر وخت دغه بالاحصار د جنګونو قرباني وو؛ چې له امله يي خپل ښکلا له لاسه ورکړې ده او که د اسلامي امارت مسؤلين ورته توجو ونه کړي له دې څخه به بدتره سي.
ښاغلي زاهد له مسولينو څخه غوښتنه کوي؛ چې تير مراحل يي تعقيب سي؛ ترڅو ياد بالاحصار ترميم سوی وی او هغه تاریخي قدامت يي پر ځاي پاتي وي.
يو بل تن شرافت وياړ وايي؛ چې دې بالاحصار ته په تيرو نظامونو کې توجو نه ده سوې او که اوس هم پر هغه حال پاتي سي؛ نو زیات زیان به وويني؛ چې هغه خپل تاریخي ارزښت به هم له لاس ورکړي.
زابل يو تاریخي ولایت دي چې د تيرو حکومتونو له لوري ورته خاصه پاملرنه نه ده سوي؛ نو ځکه يي تاریخي تاسیسات د له منځه تللو له خطر سره مخ دي.
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.