د زابل امنیتي مسؤلین: دنوې ۱۴۰۱ کال دراتګ په ویاړ دښار په بیلا بیلو برخو کې امنیتی تدابیر نیولي!

  څرنګه چی زابل دافغانستان یو له هغه ولایتونو څخه دي. چې امنیت یې په بشپړه توګه تامین اوډاډمن دي. د امنیت آمر مولوي ابو نصر وایي دنوې کال دراتګ سره سم دتیر ماښام شپږو بجو څخه بیا د نوې کال تر راتلوونکو څو ورځو پوری به دوام ومومې دامریت امنیت مربوط دښارڅلوروحوزو کې امنیت […]

 

څرنګه چی زابل دافغانستان یو له هغه ولایتونو څخه دي. چې امنیت یې په بشپړه توګه تامین اوډاډمن دي.

د امنیت آمر مولوي ابو نصر وایي دنوې کال دراتګ سره سم دتیر ماښام شپږو بجو څخه بیا د نوې کال تر راتلوونکو څو ورځو پوری به دوام ومومې دامریت امنیت مربوط دښارڅلوروحوزو کې امنیت په بشپړه توګه تامین وو.چې لا هم جریان لرې.اوټولو امنیتی او کشفې ارګانوته دامنیت دټینګښت په پار دندې سپارل شوې ترڅو کومه امنیتې خلا رامنځته نه شي.
په خبره يي ټولو حوزوته دنده شپارل شوې چی تر خپل پوښښ لاندې ساحو کې چیک پاینټونه زیات او شپنۍ ګزمې زیاتي کړي ترڅو لا هم ښاریان په ډاډ منه فضاء کې آرامتیا احساس وکړي او همدارنګه دتروریزم مدیریت ته دنده سپارل شوې ده چې دمکملو تجهیزاتو سره په مرکز کی توظیف کړل شي، د جنایی مدیریت پرسونل تحت پوشش دښار په بیلا بیلو ساحو کې حظور ولري،قرار ګاه ته دنده سپارل شوې چی خپل امنیتی ځواکونه دې تیار او منتظر اوسي په قرارګاه کې او ترڅنګ يې دښار د ټولو حوزو څخه د امنیت دټینګښ په موخه تیر شپه لیدنه هم وکړل.
د یادونی وړ ده دا عملیات چی تیره شپه ماښام پر شپږ بجی پیل شوه. تر راتلونکو څو ورځو به لا هم دوام ولرې .