د ریاست الوزرا مقام د دفتر عمومي رئیس د کرکټ ملي لوبډلې غړو سره وکتل

الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني۱۵) د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا مقام د دفتر عمومي رئیس ډاکتر ملا عبدالواسع نن ماسپښین د کرکټ ملي لوبډلې غړو سره په ارګ کې وکتل. په پیل کې، د عامه او ستراتېژیکو اړیکو او عامه پوهاوي په چارو کې د ریاست الوزرا دفتر مرستیال مولوي احمدالله متقي د کرکټ ملي […]

الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني۱۵) د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا مقام د دفتر عمومي رئیس ډاکتر ملا عبدالواسع نن ماسپښین د کرکټ ملي لوبډلې غړو سره په ارګ کې وکتل.
په پیل کې، د عامه او ستراتېژیکو اړیکو او عامه پوهاوي په چارو کې د ریاست الوزرا دفتر مرستیال مولوي احمدالله متقي د کرکټ ملي لوبډلې وروستۍ لاسته راوړنې وستایلې وې ویل، تاسو زموږ اتلان یاست، په سختو حالاتو کې مو د هیوادوالو په څېرو موسکا راوستې، په سیالیو کې د هیواد ښه استازیتوب کوئ او اسلامي امارت ستاسو همکار او ملاتړی دی.
ور پسې د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي یادې غونډې ته د وینا پر مهال د کرکټ بورډ او لوبغاړو د هڅو ستاینې ترڅنګ وویل، چې د افغانستان کرکټ لوی مزل کړی، ډېر پرمختګونه لري او د هغو د ساتلو لپاره یووالي، مینې او لا زیاتو هڅو ته اړتیا ده.
هغه زیاته کړه، چې تاسو باید راتلونکو نسلونو ته یوه الګو او ښه نمونه ثابت شئ.
دغه راز د افغانستان کرکټ بورډ اجرائیوي رئیس نصیب خان کرکټ بورډ ته د اسلامي امارت مشرتابه د دوامداره پاملرنې مننه وکړه وې ویل، اوس د اساسي اصلاحاتو لپاره دغه اداره بشپړه خپلواکي لري او پایله یې په نړیوالو ډګرونو کې ثابته شوې هم ده.
ښاغلي نصیب خان د شل اوریز نړیوال جام سیالیو کې د کرکټ ملي لوبډلې سفر په اړه معلومات وړاندې کړې وې ویل، د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي په فکر او عمل کې ښه روان دي او موږ پرې باور لرو.
د کرکټ ملي لوبډلې غړي حشمت شهيدي د اسلامي امارت مشرانو څخه د مننې ترڅنګ زياته کړه، موږ هڅه کوو خپل يووالی وساتو او په مثبت ډول د افغانستان استازيتوب ته دوام ورکړو.
د کرکټ بورډ ادارې کارکوونکي عبدالولي امین هم د لوبغاړو ترمنځ د ښې همغږۍ ستاینه او د اسلامي امارت مشرتابه د دوامداره ملاتړ او همکاریو مننه وکړه.
د ریاست الوزرا مقام د دفتر عمومي رئیس ډاکتر ملا عبدالواسع د کرکټ ملي لوبډلې غړو او کرکټ بورډ مسوولینو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل، د اسلامي امارت رهبري ستاسو د ستړیاوو او زیار قدرداني کوي.
ډاکتر ملا عبدالواسع زیاته کړه: تاسو د افغانستان نوم روښانه کړی او ټول په تاسو ویاړي. د نننۍ غونډې موخه دا ده چې ډاډ درکړو اسلامي امارت ستاسو همکار او ملاتړی دی او ستاسو د شته ستونزو حل ته ژمن دی.
نوموړي د خپلو خبرو په پای کې لوبغاړي یووالي او همغږۍ ته وبلل زیاته یې کړه، تل به ملي ګټو ته پر شخصي هغو لومړیتوب ورکوئ، کامیابي او ناکامي دواړه د ژوند برخې دي او هېڅکله به حوصله نه بایلئ.