د ریاست الوزرا اداري مرستیال د کانکور لس غوره ګډونوال وستایل

الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني۱۸)د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي نن غرمه پخپل کاري دفتر کې د ۱۴۰۱ کال د کانکور ازموینې لس غوره ګډونوال وستایل. په پیل کې، د ریاست الوزراء اداري مرستیال د کانکور ګډونوالو، د هغوی کورنیو، استادانو او د ازموینو ملي ادارې ته د مبارکۍ ترڅنګ […]

الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني۱۸)د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي نن غرمه پخپل کاري دفتر کې د ۱۴۰۱ کال د کانکور ازموینې لس غوره ګډونوال وستایل.
په پیل کې، د ریاست الوزراء اداري مرستیال د کانکور ګډونوالو، د هغوی کورنیو، استادانو او د ازموینو ملي ادارې ته د مبارکۍ ترڅنګ وویل، تاسو د ملت ویاړ او د افغانستان د راتلونکې جوړونکي یاست او اسلامي امارت د مسئول حکومت په توګه هڅه کوي ځوانانو ته د زده کړو او کار زمینه برابره کړي.
مولوي حنفي زیاته کړه: هڅه کوو د هیواد ځوانان مو له ورځني علم او ټکنالوژۍ څخه برخمن شي، ترڅو د کانونو استخراج، اوبو مدیریت او پیاوړي اقتصاد رامنځته کولو له لارې د هیواد ابادۍ کې خپل رول ولوبوي.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال سږ کال په شفاف ډول د کانکور ازموینې ترسره کېدو ته په اشارې وویل، د فساد مخنیوی د دې لامل شو چې حق حقدار ته ورسېږي، اوس خوندي شرایط برابر شوي او تاسو نړۍ ته ثابته کړئ چې افغان ځوانان کولای شي خپل هیواد پخپله جوړ کړي.
ورپسې د ازموینو ملي ادارې مخکیني سرپرست عبدالقدیر خموش ټولو ګډونوالو ته د مبارکۍ ترڅنګ وویل، ستاسو اصلي مسئولیت تر دې وروسته پیلېږي او د خپلو استادانو درسپارل شوی امانت به راتلونکي نسل ته انتقالوئ.
دغه راز، د کاج ښوونیز مرکز مسوول مختار مدبر د دې ستاینغونډې جوړولو له امله مننه وکړه او د اسلامي امارت رهبرۍ څخه یې د ښوونیزو مرکزونو امنیت ته د لا زیاتې پاملرنې غوښتنه وکړه.
په غونډه کې د حاضرو مېلمنو په استازیتوب د هرات د پوهنې رئیس مولوي شهاب الدین ثاقب په شفاف ډول د کانکور ازموینې ترسره کولو له امله د ازموینو ملي اداره وستایله او د اسلامي امارت رهبرۍ څخه یې مننه وکړه چې زده کړو ته لومړیتوب ورکوي.
د ۱۴۰۱ کال د کانکور ازموینې عمومي اولنمره سلیمان د ازموینو ملي اداره وستایله چې په یوه میاشت کې یې په شفاف ډول د دې ازموینې ترسره کولو لپاره هلې ځلې وکړې او زیاته یې کړه، دا غونډه د دې ښودنه کوي چې اسلامي امارت پر ځوانانو باور لري او موږ د خپل نظام ترڅنګ ولاړ یوو.
د غونډې په پای کې د ریاست الوزرا اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي او د اړوندو ادارو مسوولینو له لوري، د ۱۴۰۱ کال د کانکور لسو غوره ګډونوالو ته ستاینلیکونه، ګلونه او نقدی تحایف ډالۍ شول.