د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال یو شمېر مدرسینو او علمای کرامو سره وکتل

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الاول ۴) د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبير پرون ماښام د کابل دیني مدرسو یو شمېر مدرسینو او علمای کرامو سره په سپېدار ماڼۍ کې وکتل. په دې ناسته کې، شیخ اسماعیل، شیخ عبدالغني، شیخ عزیز الله او شیخ عبدالسمیع د نورو په استازيتوب خبرې وکړې او […]

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الاول ۴) د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبير پرون ماښام د کابل دیني مدرسو یو شمېر مدرسینو او علمای کرامو سره په سپېدار ماڼۍ کې وکتل.

په دې ناسته کې، شیخ اسماعیل، شیخ عبدالغني، شیخ عزیز الله او شیخ عبدالسمیع د نورو په استازيتوب خبرې وکړې او د اسلامي امارت پر حاکميت يې خوښي وښوده وې ويل، اسلامي نظام د ټولو علمای کرامو او افغانانو هيله وه.

دوی همداراز د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال ته د کابل د مدارسو او طالبانو په اړه معلومات ورکړل او خپلې ستونزې یې شریکې کړې.

مولوي صاحب عبدالکبیر دغو علماوو او مدرسینو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل، تاسو د دین د اشاعت او تدریس مقدسه دنده پر غاړه لرئ او ورته يې ډاډ ورکړ چې اسلامي امارت جدي هڅې کوي، چې د علماء کرامو ټولو ستونزو ته رسیدګي وشي.