د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال په کابل کې د پاکستان سفارت شارژدافیر سره وکتل

الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني۲۱)د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر نن ماسپښین په کابل کې د پاکستان سفارت شارژدافیر عبیدالرحمن نظاماني سره په سپېدار ماڼۍ کې وکتل. د دغې کتنې په پیل کې په کابل کې د پاکستان سفارت شارژدافیر د اسلامي امارت له رهبري د قدردانۍ ترڅنګ په افغانستان کې […]

الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني۲۱)د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر نن ماسپښین په کابل کې د پاکستان سفارت شارژدافیر عبیدالرحمن نظاماني سره په سپېدار ماڼۍ کې وکتل.

د دغې کتنې په پیل کې په کابل کې د پاکستان سفارت شارژدافیر د اسلامي امارت له رهبري د قدردانۍ ترڅنګ په افغانستان کې پر خپل ماموریت خوښي څرګنده کړه وې ویل، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ښو مناسباتو له امله خوښ دی او د دغو مناسباتو د پیاوړتیا په برخه کې به لا زیاتې هڅې وکړي.

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر د پاکستان سفیر ته ښه راغلاست او د نوي ماموریت مبارکي وویله او هیله یې څرګنده کړه چې ماموریت به یې دافغانستان او پاکستان ترمنځ د مناسباتو د لازیاتې پیاوړتیا سبب شي. نوموړي زیاته کړه، افغانستان څه باندې څلوېښت کاله په جګړه کې ښکیل دی او دا مهال موږ په پاکستان کې په کافي انداره کډوال لرو.

محترم مولوي عبدالکبیر دېته په اشارې چې په تورخم او سپین بولدګ کې مساپر له ستونزو سره مخ کېږي د پاکستان له حکومت وغوښتل، هغو کسانو ته چې د درملنې یا هم د خپلو کورنیو د لیدلو په موخه دغه هیواد ته ورځې یا هم له پاکستانه افغانستان ته راځي د ویزو د ورکړې په برخه کې لازیاتې اسانتیاوې برابرې او که اړتیا وي د افغانستان بهرنیو چارو وزارت به په دې برخه کې همکاري وکړي.

مولوي عبدالکبیر څرګنده کړه، موږ د پاکستان مخکېنې سفیر او مامورینو څخه کوم شکایت نه لرو پداسې حال کې چې د پاکستان ویزه مفته ده، خو کمیشن کاران بیا هم زموږ له هیوادوالو زیاتې پیسې اخلې، موږ له تاسې سره همکارۍ ته اماده یوو ترڅو د کمېشن کارانو مخه ونیسو.

نوموړي زیاته کړه د مساپرو ښځو د تالاشۍ او کنټرول په موخه دې د پاکستان په بندرونو کې ښځینه کارکوونکي استخدام شي؛ زموږ هڅه دا ده چې د افغانستان له لورې پاکستان ته هیڅ راز ضرر متوجه نشي. موږ له خپلو ټولو ګاونډیانو او ټولې نړۍ سره د حسنه او نېکو اړیکو غوښتونکي یوو.

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال وویل، موږ باید د سیاسي مناسباتو ترڅنګ د غوره سوداګریزو اړیکو په خاطر دوامداره هڅې وکړو او هغه سوداګریز مالونه چې صادر یا واردیږي له هیڅ راز خنډ سره مخ نشي او په موقع د افغانستان او پاکستان بازارونو ته ورسول شي.

مولوي عبدالکبیر د دې په بیانولو سره چې د اسلامي امارت سیاست، متوازن او له ټولو هیوادونو سره د بې طرفۍ او حسنه روابطو سیاست دی وویل، زموږ هڅه دا ده چې له نړۍ سره غوره روابط او مناسبات ایجاد کړو.

د دغې کتنې په پای کې د پاکستان سفارت شارژدافیر وویل، موږ له اسلامي امارت سره بشپړې همکارۍ ته چمتو یوو او د پاکستان حکومت رهبري هم غواړي چې د دواړو مسلمانو او ورونو هیوادونو ترمنځ په سیاسي او اقتصادي امورو کې لازیاتې اسانتیاوې رامنځته شي.#