د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال له ایراني پلاوي سره ولیدل

الاماره ۱۴۴۵صفر ۱۲ د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر په سپیدار ماڼۍ کې د ایران اسلامي جمهوریت د استازو د مجلس له پلاوي سره ولیدل. په دې لیدنه کې، ایراني پلاوي چې په کابل کې دایران سفارت مشرتابه هم پکې حضور درلود، په افغانستان کې د امنیت په تامین […]

الاماره ۱۴۴۵صفر ۱۲

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر په سپیدار ماڼۍ کې د ایران اسلامي جمهوریت د استازو د مجلس له پلاوي سره ولیدل.
په دې لیدنه کې، ایراني پلاوي چې په کابل کې دایران سفارت مشرتابه هم پکې حضور درلود، په افغانستان کې د امنیت په تامین خوښي وښوده او ویې ویل، مهمه دا ده چې په افغانستان کې جګړه پای ته رسېدلې ده او د اسلامي امارت په راتګ سره په افغانستان کې له نشه يي توکو سره مبارزه شوې او اغېز یې په ایران کې هم لیدل کېږي د پام وړ پرمختګ دی.
دغه پلاوي، د افغانستان او ایران ترمنځ د اړیکو په پراختیا او د سوداګرۍ او پانګونې په ودې ټینګار وکړ.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر وویل، اسلامي امارت له نړۍ او په خاصه توګه له ایران سره د متقابل احترام په فضا کې حسن همجواري او مثبت تعامل غواړي.
هغه زیاته کړه، ایران او افغانستان ګډ مشترکات لري او اړتیا ده چې په بېلابېلو برخو کې اړیکي پراخې شي.
نوموړي وویل، اسلامي امارت د مسایلو د حل او تعامل لپاره په ډیالوګ او خبرو باور لري، او هیله یې وښوده چې ایراني سوداګر په افغانستان کې پانګونه وکړي.
مولوي عبدالکبیر، د افغان کډوالو د کوربتوب له امله د ایران اسلامي جمهوریت مننه او ټینکار وکړ، چې کډوالو ته لازمې اسانتیاوې برابر شي.
هغه زیاته کړه، اسلامي امارت هیچاته اجازه نه ورکوي چې دافغانستان خاوره د چا پر ضد وکاروي او یا یې څوک په کورنیو چارو کې لاسوهنه وکړي.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال وویل، په افغانستان کې داعش ډله ځپل شوې او له دې اړخه دې ګاونډیان مطمین اوسي.