نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني۲۶)د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر نن په سپېدار ماڼۍ کې د هزاره قوم یو شمېر متنفذینو او د تېر حکومت چارواکو سره وکتل. یادو مشرانو د شیعه او هزاره قوم د ستونزو او وړاندیزونو شريکولو ترڅنګ وويل، د جګړې پلویان نه يوو، بلکې هڅه کوو هزاره […]
الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني۲۶)د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر نن په سپېدار ماڼۍ کې د هزاره قوم یو شمېر متنفذینو او د تېر حکومت چارواکو سره وکتل.
یادو مشرانو د شیعه او هزاره قوم د ستونزو او وړاندیزونو شريکولو ترڅنګ وويل، د جګړې پلویان نه يوو، بلکې هڅه کوو هزاره او شیعه قومونه له حکومت سره لا هم نږدې او ټول افغانان په یو ټغر راټول شي.
دغو مشرانو زياته کړه، له هر ډول قومي، ژبني او مذهبي تعصب پرته له خپل حاکم نظام ملاتړ کوو او په ساتنه کې یې هر ډول همکارۍ ته چمتو يوو. د ورورلۍ او ملي يووالي غوښتونکي يوو، د تعصب او فساد غږ چې له هر ځايه وي، ردوو.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال له دوی په مننې وویل، اسلامي امارت په خپله اډانه کې هېڅ ډول تعصب او بدبینۍ ته ځای نه ورکوي، بلکې د افغانستان ټولو قومونو ته په ارزښت قایل دي او د ملت برخه یې بولي.
نوموړي د خپلو خبرو په پای کې ډاډ ورکړ، اسلامي امارت د هزاره او شیعه قوم د ستونزو حل ته جدي پاملرنه کوي
این مطلب بدون برچسب(تکونه) می باشد.
لید بند دی.