د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د سږني کانکور لس غوره ګډونوال وستایل

الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني۲۰) د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر تیره ورځ په سپېدار ماڼۍ کې د ۱۴۰۱ کال د کانکور لس غوره ګډونوال وستایل. د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال په داسې حال کې چې د ازموينو ملي ادارې مشرتابه پلاوی او د بریالیو ګډونوالو د کورنۍ غړي هم حاضر […]

الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني۲۰) د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر تیره ورځ په سپېدار ماڼۍ کې د ۱۴۰۱ کال د کانکور لس غوره ګډونوال وستایل.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال په داسې حال کې چې د ازموينو ملي ادارې مشرتابه پلاوی او د بریالیو ګډونوالو د کورنۍ غړي هم حاضر وو، هغوی ته د مبارکۍ ترڅنګ وویل، اسلامي امارت له هر ډول قومي او ژبني تړاو پرته د هېوادوالو په خدمت کې دی او په کانکور ازموینه کې د ټولو بریالیو په ځانګړي ډول د لسو غوره ګډونوالو په بریالیتوب خوښ دی.
نوموړي وویل همدا تاسو ځوانان ياست چې په علم او زده کړو به د افغانستان راتلونکې جوړوئ.
هغه زیاته کړه، ځوانان دې د روښانه راتلونکي او ملي او اسلامي ښېرازۍ لپاره په پاک نیت او خلوص زده کړو ته دوام ورکړي او اسلامي امارت دوی ته د زمينې برابرول خپل مسووليت بولي.

ورپسې، د سږني کانکور د ګډونوالو په استازويتوب د کانکور عمومي اولنمره ښاغلي سلیمان خبرې وکړې او د اسلامي امارت سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر څخه یې د دې ستاينغونډې جوړولو مننه وکړه.

هغه زياته کړه: موږ به پرمختللي افغانستان او اسلام ته د خدمت لپاره خپلو زده کړو ته دوام ورکړو.

د غونډې په پای کې د ۱۴۰۱ کال د کانکور لس غوره ګډونوال د سیاسي مرستیال له لوري په مادي او معنوي ډالیو ونازول شول.