نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
د ارګ په ټویټر پاڼه خپاره شوي خبر کې راغلي، چې د رئیس الوزراء سیاسي مرستیال مولوي ”عبد الکبیر“ تېره ورځ د افغانستان لپاره د قطر سفیر ”سعید بن مبارک الخیارین“ سره کتلي، د رئیس الوزراء سیاسي نوموړي سفیر ته د ښه راغلاست ترڅنګ په دوحه کې د افغان حکومت او امریکا متحدو ایالتونو له […]
د ارګ په ټویټر پاڼه خپاره شوي خبر کې راغلي، چې د رئیس الوزراء سیاسي مرستیال مولوي ”عبد الکبیر“ تېره ورځ د افغانستان لپاره د قطر سفیر ”سعید بن مبارک الخیارین“ سره کتلي، د رئیس الوزراء سیاسي نوموړي سفیر ته د ښه راغلاست ترڅنګ په دوحه کې د افغان حکومت او امریکا متحدو ایالتونو له پلاویو سره د سولې په پروسه کې د قطر هیواد د اخلاصمندانه هڅو او په سختو شرایطو کې د اسلامي امارت غړو د کوربتوب او له افغانستان سره د بشردوستانه مرستو مننه وکړه.
محترم مولوي عبدالکبیر وویل، اسلامي امارت له قطر سره د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو ترڅنګ په بېلا بېلو برخو کې د لازیاتو حسنه مناسباتو پراختیا غواړي.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال زیاته کړه، موږ د قطر په همکارۍ او منځګړیتوب غواړو د اسلامي هیوادونو او نورې نړۍ سره ښې اړیکې جوړې کړو، تر څو له افغانستان سره بشردوستانه مرستې لا نورې هم زیاتې شي.
هغه زیاته کړه، دا مهال په افغانستان کې ډاډمن امنیت تامین دی، د ارتباط کمېسیون له لارې تر دې مهاله د مخکېنۍ ادارې ۳۸۰ تنه لوړپوړي اشخاص افغانستان ته راغلي او په خوندي توګه خپلې ورځنۍ چارې مخته وړي، اما ځینې مغرضې کړۍ دغه وضعیت معکوس په ډاګه کوي.
افغانستان لپاره د قطر سفیر سعید بن مبارک الخیارین هم په خپلو خبرو کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال سره پر خپلې کتنې او په افغانستان کې د امنیت پر تامین خوښې څرګنده کړه.
نوموړي په دوحه کې د افغانستان اسلامي امارت او امریکا متحدو ایالتونو د پلاویو تر منځ کتنې ته په اشارې د افغانستان اسلامي امارت سره په بېلا بېلو برخو کې د همکاریو د پیاوړتیا ډاډ ورکړ.
سعید بن مبارک الخیارین د خپلو خبرو په پای کې وویل، قطر غواړي په افغانستان کې د قطر خیریه بنسټ له لارې په مستقیمه توګه له اړمنو خلکو، کونډو او یتیمانو سره دوامداره لازمې مرستې وکړي.
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.