نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
الاماره: ۱۴۴۴ ذوالحجة ۴ د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال او کفیل محترم مولوي عبدالکبیر نن له غرمې مخکې د افغانستان لپاره د ملګروملتونو ځانګړي همغږي کوونکي ښاغلي فریدون سینیرلي اوغلو او مل پلاوي سره په سپېدار ماڼۍ کې کتل. په پیل کې ښاغلي فریدون هادي سينيرلي اوغلو وویل، کمه موده کېږي […]
الاماره: ۱۴۴۴ ذوالحجة ۴
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال او کفیل محترم مولوي عبدالکبیر نن له غرمې مخکې د افغانستان لپاره د ملګروملتونو ځانګړي همغږي کوونکي ښاغلي فریدون سینیرلي اوغلو او مل پلاوي سره په سپېدار ماڼۍ کې کتل.
په پیل کې ښاغلي فریدون هادي سينيرلي اوغلو وویل، کمه موده کېږي چې د ملګرو ملتونو له لورې راته د خپلواک ارزونکي ترڅنګ د افغانستان په اړه د راپور جوړلو دنده راسپارل شوې چې څه ډول کېدای شي د افغانستان او نړیوالې ټولنې ترمنځ اړېکې پیاوړې شي.
نوموړي زیاته کړه، اوسمهال په افغانستان کې جنګ ختم شوی او دا دوه کاله کېږي چې اسلامي امارت په ټول هیواد واکمن او سوله او ثبات پکې رامنځته شوی دی. اسلامي امارت د امنیت د تامین، فساد ضد مبارزې او نشه یې توکو د لمنځه وړلو په برخه کې مهم پرمختګونه کړي چې نړیواله ټوله یې قدردانی کوي او چارې یې له نږدې څاري.
ښاغلي فريدون هادي سينيرلي اوغلو وويل، نړیواله ټولنه غواړي اسلامي امارت سره ښې اړیکې ولري. نوموړي همداراز زیاته کړه، چې افغانستان په سیمه کې د ستراتيژيک موقعيت په لرلو سره د سترو سیمه ييزو پروژو په پلي کولو کې مهم رول لري، له دې امله په افغانستان کې داخلي ثبات او د امنیت تامین زیات ارزښت لري، نړیواله ټولنه په افغانستان کې د داخلي امنیت د ټینګښټ ترڅنګ له ګاونډیو هیوادونو او سیمې سره د ښو روابطو جوړولو ته ارزښت ورکوي او غواړي د افغانستان د داخلي امنیت تامین او ثبات همداسې دوام ومومي.
وروسته د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال او کفیل دوی ته د ښه راغلاست ترڅنګ افغانستان د ملګرو ملتونو د لومړنیو فعالو غړو هیوادونو له ډلې وباله وې ویل، افغانستان د دې سازمان د تاسیس په دوهم کال د یاد سازمان غړیتوب ترلاسه کړی او غواړي په راتلونکي کې هم د هیوادنیو ګټو په نظر کې نیولو سره ددې سازمان ژمن او فعال غړی واوسي.
محترم مولوي عبدالکبیر د دې په څرګندولو سره چې اسلامي امارت په افغانستان کې د ملګرو ملتونو رول ته د قدر په سترګه ګوري او د دوی د مثبت رول لاپیاوړتیا غواړي وویل، موږ د امنیت شورا وروستۍ ناستې ته د ملګرو ملتونو سرمنشي د ځانګړې استازې د اعلامیې د ځینو برخو هرکلی کوو چې په افغانستان کې یې پرمثبتو بدلونونو اعتراف کړی.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال او کفیل زیاته کړه، اسلامي امارت له نړۍ سره د متقابل احترام په فضا کې مثبت تعامل غواړي او هیله من دی چې تاسو د دې تعامل لپاره لاره هواره کړئ. اسلامي امارت په نړیوالو رقابتونو او سیاستونو کې ناپییلی دریځ لري او هېڅکله به د یو اړخ د خوشحالولو لپاره د بل اړخ پر ضد دریځ ونه نیسي.
محترم مولوي عبدالکبیر وویل، په افغانستان کې امنیت تامین ، دمخدراتو تولید او قاچاق بند شوی د جنایي جرمونو، غصب او اداري فساد مخه نیول شوې او لله الحمد افغانان په پوره ډاډ سره په خپل هیواد کې ژوند کوي.
هغه څرګنده کړه، اسلامي امارت ټولګډونه حکومت ته ژمن دی، په اوسني نظام کې زموږ سره د افغانستان د هر قوم او ولایت خلک په لوړو او ټيټو بستونو کې کار کوي او هڅه کوو چې لازیات متخصص او هیواد ته ژمن خلک په خپله اداره کې ځای پر ځای کړو. محترم مولوي عبدالکبیر د خپلو خبرو په پای کې وویل، اسلامي امارت هیچاته د دې اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د نورو پرضد وکاروي، په دې اړه موجودې بې بنسټه ادعاوې په کلکه ردوو.#
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.