نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
الاماره (پنجشنبه ۱۴۴۴/ذي القعده ۲۱) د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال او کفیل محترم مولوي عبدالکبیر نن له غرمې مخکې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي له ځانګړې استازې مېرمن روزا اوتونبایوا او مل پلاوي سره وکتل. په دې کتنه کې چې په سپېدار ماڼۍ کې تر سره شوه، د […]
الاماره (پنجشنبه ۱۴۴۴/ذي القعده ۲۱)
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال او کفیل محترم مولوي عبدالکبیر نن له غرمې مخکې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي له ځانګړې استازې مېرمن روزا اوتونبایوا او مل پلاوي سره وکتل.
په دې کتنه کې چې په سپېدار ماڼۍ کې تر سره شوه، د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال او کفیل دوی ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل، له افغانانو سره د ملګرو ملتونو د همکاریو دوام ښه او مثبته نقطه ده او دا همکارۍ باید زیاتې شي.
مېرمن روزا اوتونبایوا وویل، د نشه یي توکو د کښت او قاچاق په برخه کې د افغانستان اسلامي امارت اقدامات مثبت او ګټور وو چې بین المللي ټولنه دغه کار مهم او مثبت پرمختګ بولي.
نوموړې زیاته کړه، د سټلایټ له لارې زموږ معلومات ښیي چې د کوکنارو د کښت په برخه کې زیات کمبود رامنځته شوی دی.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې وویل موږ له افغان کروندګرو سره له چین او هند څخه هم د مرستې غوښتنه کړې ده.
نوموړې زیاته کړه، موږ پوهېږو چې اوسنۍ بشري مرستې د افغان ولس لپاره بسنه نه کوي، اما موږ هڅه کوو ترڅو دغه مرستې زیاتې شي.
د اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال او کفیل وویل، د جګړو او مخکېنۍ ادارې د فساد له امله په افغانستان کې اساسي کارونه ندي ترسره شوي، بناءً له افغانستان سره د نړیوال بانک ترڅنګ د نورو ټولو بین المللي بنسټونو مرستې اړینې دي. د غذايي مصؤنیت او د بندونو او زېربناؤ د جوړولو ترڅنګ دې د سړو خونو د ایجاد په برخو کې لازیاته همکاري وشي. نړیوال بانک او بین المللي ټولنه باید خپلې نابشپړې شوې پروژې تکمیل او نور بین المللي ارګانونه دې هم خپل دفترونه او فعالیتونه د نړیوال بانک په څېر له سره پیل کړي.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال او کفیل زیاته کړه، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولي باید د بین المللي غونډو ګډونوالو غوږونو ته و رسوي، چې په افغانستان کې عمومي عفوه اعلان شوې، د نظام په بدنه کې د مخکېنۍ ادارې لکونه کارمندان کار کوي او موږ اعتماد ورباندې کړی دی، دغه راز د مخکینۍ ادارې ۵۵۵ ملکي او نظامي مقامات د تماس کمېسیون له لارې بېرته هیواد ته راستانه شوي دي. دغه راز د اسلامي امارت د حاکمیت تر چتر لاندې د قدرت جزیرې، فساد، جنګ او ناامني ختمه شوې او رسنۍ فعالیت لري.
محترم مولوي عبدالکبیر وویل، بین المللي ټولنې باید له تور لېست څخه د اسلامي امارت د مقاماتو د نومونو په لېرې کولو سره پر خپلو تعهداتو عمل وکړي، موږ له بین المللي ټولنې سره د فعالې ډیپلوماسۍ او نېکو روابطو غوښتونکي یوو.
هغه زیاته کړه، فقر او وچکالۍ ته په کتو دا مهال افغان وګړي د بین المللي ټولنې لازیاتو مرستو ته اړتیا لري.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال او کفیل د خپلو خبرو په پای کې وویل، افغانستان د خپل مشروع حق پرته، په هیڅ ځای کې زیاته حقابه نه اخلي، که چېرې کوم جهت په دې برخه کې تشویش لري موږ کولای شو د دوی اندیښنه د خبرو اترو او تفاهم له لارې حل کړو.#
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.