د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال او کفيل د حج او اوقافو وزارت له مرستیال او د پروان والي سره ولیدل

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال او کفيل محترم مولوي عبدالکبیر نن د ارشاد حج او اوقافو وزارت له مرستیال شیخ عزیز الرحمن منصور او د پروان له والي مولوي عبیدالله امین زاده سره په جلا جلا توګه وکتل. په پيل کې د حج او اوقافو وزارت مرستیال شیخ عزیز الرحمن منصور […]

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال او کفيل محترم مولوي عبدالکبیر نن د ارشاد حج او اوقافو وزارت له مرستیال شیخ عزیز الرحمن منصور او د پروان له والي مولوي عبیدالله امین زاده سره په جلا جلا توګه وکتل.

په پيل کې د حج او اوقافو وزارت مرستیال شیخ عزیز الرحمن منصور د حاجیانو د لېږد پروسې په اړه د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال او کفيل ته معلومات ورکړل وی ویل، د نورو کلونو په پرتله روان کال افغان حاجیان ډېرو اسانتیاوو ته لاس رسي لري او تر اوسه یې کارونه له خنډ او ځنډ پرته پر مخ روان دي.

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال او کفيل محترم مولوي عبدالکبیر د ارشاد حج او اوقافو وزارت هڅې وستايلې وې ویل، افغان حاجیانو ته د سهولتونو برابرولو برخې ته دې جدي پام وشي او له حاجیانو سره پر تللو استادانو دې هم څار وشي، څو له حجاجو سره لازمه مرسته وکړي.

همدارنګه د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال او کفيل په یوه بله جلا ناسته کې د پروان له والي محترم مولوي عبیدالله امین زاده سره ولیدل.

نوموړي د پروان د وضعیت په اړه د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال او کفيل ته د یاد ولایت په اړه معلومات ورکړل او په دغه ولایت کې يې امنیتي حالت د ډاډ وړ وباله وې ویل، اوسمهال د دوی ډېر تمرکز پر بیارغونه او انکشافي پروژو راټول دی.

ښاغلي امین زاده زیاته کړه، د پروان ولسونه له حکومت سره همکار دي او د ستونزو د حل لپاره د ادارو تر منځ همغږي رامنځته شوې ده.

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال او کفيل محترم مولوي عبدالکبیر وویل، د روان کال پراختیايي بودجې پرمټ به په ولایتونو کې نیمه پاتې ګڼ شمېر رغنیزې پروژې بشپړې شي.

محترم مولوي عبدالکبیر د پروان والي ته یادونه وکړه چې د خلکو د ستونزو د حل په موخه دې د ځايي ادارو تر منځ ګډې ناستې جوړې کړي.

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال او کفيل د‌ خپلو خبرو په پای کې د پروان والي ته د چارو د لا زیات ښه‌ والي او بهبود په‌ موخه لازمې سپارښتنې هم وکړې.#