د ریاست الوزراء د سیاسي معاونیت د دفتر عمومي رئیس د یوناما د سیاسي چارو له مسؤولینو سره وکتل

الاماره: (۱۴۴۴/رمضان/۲۰) د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء د سیاسي معاونیت د دفتر عمومي رئیس مولوي ذاکر نن په خپل کاري دفتر کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ (یوناما) د کورني سیاست او اقتصادي چارو له مسؤولینو ماروین توماس پاترسان، دني بوګا او جولین لیني سره وکتل. په دې کتنه […]

الاماره: (۱۴۴۴/رمضان/۲۰)

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء د سیاسي معاونیت د دفتر عمومي رئیس مولوي ذاکر نن په خپل کاري دفتر کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ (یوناما) د کورني سیاست او اقتصادي چارو له مسؤولینو ماروین توماس پاترسان، دني بوګا او جولین لیني سره وکتل.

په دې کتنه کې یاد پلاوي د ریاست الوزراء له سیاسي معاونیت څخه مننه وکړه، چې تل یې د هېواد په مهمو مسایلو کې مثبت دریځ غوره کړی دی. دوی زیاته کړه، په افغانستان کې اقتصادي ستونزې ډېرې دي، خو ملګري ملتونه کوښښ کوي د افغانانو لپاره نړیوالې بشري مرستې راجلب کړي.

ياد پلاوي همدار راز ټینګار وکړ چې مسائل به له اسلامي امارت سره د خبرو او اترو له لارې حل کوي.

د ریاست الوزراء د سیاسي معاونیت د دفتر عمومي رئیس مولوي ذاکر په افغانستان کې د ملګرو ملتونو هڅې او شتون د افغانستان لپاره مهم وباله او له افغانانو سره یې د نړیوالو د بشري مرستو ډېرښت وغوښت.

نوموړي زیاته کړه، اسلامي امارت په خبرو اترو باور لري او له نړیوالو سره مثبت تعامل ته چمتو دی.