‏د ریاست الوزراء د دفتر عمومي رئیس د CBS او میزان خیریه بنسټونو له پلاويو سره وکتل

الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني۶) د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء د دفتر عمومي رئیس محترم ډاکټر ملا عبدالواسع تېر ماښام د میزان او د سویلي افریقا CBS (Caring by sharing) خیریه بنسټونو له پلاويو سره وکتل. په دغه کتنه کې چې په ارګ کې ترسره شوه په پیل کې مولوي عنایت الله، محمد چوتیا او […]

الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني۶) د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء د دفتر عمومي رئیس محترم ډاکټر ملا عبدالواسع تېر ماښام د میزان او د سویلي افریقا CBS (Caring by sharing) خیریه بنسټونو له پلاويو سره وکتل.

په دغه کتنه کې چې په ارګ کې ترسره شوه په پیل کې مولوي عنایت الله، محمد چوتیا او محمد زبیر بیات د نورو په استازولۍ په خیریه چارو کې د مالي ملاتړ او مرستو رسولو په اړه د ریاست الوزراء د دفتر عمومي رئیس ته هر اړخیز معلومات ورکړل.

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء د دفتر عمومي رئیس دوی ته د ښه راغلاست ترڅنګ اړمنو خلکو ته د مرستو رسولو په برخه کې د دغو بنسټونو قدرداني وکړه وې ویل، د افغانستان اسلامي امارت ژمن دی چې ستاسې په شمول به د ټولو خیریه بنسټونو او ادارو مرستې په شفاف ډول اړمنو خلکو ته ورسول شي.