نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني ۲۷) د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء د دفتر عمومي رئیس محترم ډاکټر ملا عبدالواسع نن د سره صلیب نړیوالې کمیټې (ICRC) علمیاتي رئیس ښاغلي مارتین شوپ په مشرۍ له راغلي پلاوي سره وکتل. په دغه کتنه کې چې په ارګ کې وشوه، په پیل کې د سره صلیب نړیوالې کمېټې […]
الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني ۲۷) د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء د دفتر عمومي رئیس محترم ډاکټر ملا عبدالواسع نن د سره صلیب نړیوالې کمیټې (ICRC) علمیاتي رئیس ښاغلي مارتین شوپ په مشرۍ له راغلي پلاوي سره وکتل.
په دغه کتنه کې چې په ارګ کې وشوه، په پیل کې د سره صلیب نړیوالې کمېټې عملیاتي رئیس مارتین شوپ، افغانستان لپاره د یادې کمېټې د استازو رئیس ایلوا فیلیون او په افغانستان کې د دغې کمېټې د برنامو رئیسې اغلې چارلوټ جوسیو موریل په افغانستان کې د دوی د کاري ملاتړ په موخه د اسلامي امارت قدرداني وکړه.
وروسته د سره صلیب نړیوالې کمېټې عملیاتي رئیس وویل، که څه هم دا مهال د نړیوالو ټوله پاملرنه اوکراین ته ده، خو ما وغوښتل افغانستان له نېږدې وګورم او په اړه یې نړیوالو ته پیغام ورسوم. نوموړي زیاته کړه، د اسلامي امارت له بریا سره سم ټولو سازمانونو په افغانستان کې خپل کارونه بند کړل، اما د سره صلیب نړیوالې کمیټې خپل فعالیتونه دوه چنده کړل ترڅو دغه ملت ته لاس نیوی وشي.
ښاغلي مارتین شوپ څرګنده کړه، دا کمېټه اوس مهال په افغانستان کې د ۳۳ روغتونونو لګښت پرغاړه لري او چارې یې د دوی په ملاتړ مخته ځي.
ورپسې په افغانستان کې دسره صلیب نړیوالې کمېټې د برنامو رئیسې اغلې چارلوټ جوسیو موریل بندیانو ته د لاسرسي په برخه کې د اسلامي امارت مسؤلینو د همکارۍ او د بندیانو په اړه له دوی سره د شوي تفاهمنامې قدراني وکړه وې ویل، موږ له زندان څخه لیدنه د مثبتې علامې په شکل کاروو چې دا کار نړیوالو ته د افغانستان اسلامي امارت مثبت تصویر وړاندې کوي.
اغلې موریل زیاته کړه، د سره صلیب نړیواله کمېټه په پلان کې لري عمومي اسیب پذیره وګړو سره تر تشخیص وروسته لازمې مرستې وشي، دغه راز مو تل د افغانانو د ملاتړ په موخه نړیوالو ته پر افغانستان د شته تعزیراتو د لرې کولو په اړه خپل وړاندیزونه هم کړي دي.
د اسلامي امارت د ریاست الوزراء د دفتر عمومي رئیس محترم ډاکټر ملا عبدالواسع دوی ته د ښه راغلاست پر مهال وویل، موږ تل د سره صلیب نړیوالې کمېټې د کړنو او خدمتونو قدردانی کوو او په دې برخه کې د لازیاتې همکارۍ ډاډ درکوو.
محترم ډاکټر ملا عبدالواسع څرګنده کړه، قلم د هرچا په لاس کې دی چې ځینې ترې منفې اوځینې مثبته ګټه پورته کوي، خو اوسمهال ځینې خلک له قلم څخه په منفې ګټې اخیستنې سره پروپاګندکوي، موږ دا سم کار نه بولو؛ باید پر حقایقو سترګې پټې نشي او مثبتې لاسته راوړنې نړیوالو ته بیان شي.
د اسلامي امارت د ریاست الوزراء د دفتر عمومي رئیس په ټول هیواد کې د امنیت تامین ته په اشارې وویل، افغانان ډېر ځورېدلي دي او اوس د دې زمینه مساعده شوې ده چې خلکو ته په بېلابېلو برخو کې خدمت او له اړمنو وطنوالو سره مرستې وشي.
نوموړي د سره صلیب نړېوالې کمېټې راغلي پلاوي ته په خطاب کې وویل، د معلولینو او د بندیانو هغه کورنیو سره چې سرپرست نلري، مرستې او کومکونه ترسره شي، ځکه د افغانستان خلک په بېلابېلو برخو کې ستاسې همکارۍ او مرستې ته اړتیا لري ..
محترم ډاکټر ملا عبدالواسع د خپلو خبرو په پای کې وویل، زموږ هیله داده، چې نړیوالو ته په افغانستان کې د مثبتو لاسته راوړنو او پر مختګونو په اړه معلومات ورسیږي.
این مطلب بدون برچسب(تکونه) می باشد.
لید بند دی.