د ریاست الوزراء اداري مرستیال د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي ځانګړي استازې له مرستیال سره وکتل.

الاماره ۱۴۴۵ /محرم ۲۶ د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي نن له غرمې مخکې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي ځانګړي استازي له مرستیال ښاغلي دانیل انډریس سره چې د رامزالاکبروف نوی ځایناستی دی، په‌خپل کاري دفتر کې تعارفي لیدنه وکړه. په دغه لیدنه کې […]

الاماره ۱۴۴۵ /محرم ۲۶
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي نن له غرمې مخکې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي ځانګړي استازي له مرستیال ښاغلي دانیل انډریس سره چې د رامزالاکبروف نوی ځایناستی دی، په‌خپل کاري دفتر کې تعارفي لیدنه وکړه.
په دغه لیدنه کې چې په کابل کې د اوچا ادارې مرستیال محمد خاطر او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سرمنشي د ځانګړي استازي دستیار فدی ال میوچي هم حضور درلود، په پیل کې ښاغلي دانیل انډریس په افغانستان کې د خپلو راتلونکو فعالیتونو په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل، افغانستان د ملګرو ملتونو د بشري مرستو او همکاریو په محراق کې قرار لري.
نوموړي زیاته کړه، اړینه ده چې موږ له افغانانو سره د بشري مرستو د تنظیم، اقتصادي او اقلیمي ستونزو د حل په برخه کې د افغانستان اسلامي امارت سره له نږدې روابط، همغږي او همکاري ولرو.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي ځانګړي استازي وویل، افغانستان په سیمه کې یو له هغو هیوادونو څخه دی چې د اقلیمي شرایطو بدلون او وچکالۍ سخت زیانمن کړی دی. نوموړي په هیواد کې وروستیو سېلابونو ته په اشارې زیاته کړه، د طبیعي افاتو راتګ له اقلیمي شرایطو سره تړاو لري هیله لرم په دې برخه کې هم یو له بل سره نږدې همکار واوسو.
ښاغلي دانیل انډریس وویل، تر اوسه مو د مرستو رسولو په برخه کې چارې ښې مخته تللي دي.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي ځانګړي استازي ته د ښه راغلاست ترڅنګ، نوموړي ته په چارو کې د بریالیتوب هیله څرګنده کړه او ویې ویل، مخکې هم د افغانستان اسلامي امارت او ملګرو ملتونو د ادارو ترمنځ ښه همغږي موجوده وه، هیله لرم ستاسې په راتګ سره به دغه همغږي او هماهنګي لا زیاته پیاوړې شي.
محترم مولوي عبدالسلام حنفي وویل، اسلامي امارت د مسوول نظام په توګه د ملګرو ملتونو په شمول له ټولو بشردوستانه موسسو سره هر ډول همکارۍ ته ژمن دی.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال زیاته کړه، هغه مرستې چې د روغتیا او ښوونې او روزنې په څېر نورو برخو کې د ملګرو ملتونو او نورو اړوندو ادارو له لورې ترسره کیږي موږ یې هرکلی کوو، ځکه افغانستان د انکشافي او بشري ستونزو د حل په برخه کې لازیاتو مرستو ته اړتیا لري.
وروسته په کابل کې د اوچا ادارې مرستیال محمد خاطر خبرې وکړې او ویې ویل، د دوی اداره د افغانستان په بېلابېلو برخو کې وچکالۍ ځپلو سیمو کې ځینې پلانونه تر لاس لاندې لري.
نوموړي زیاته کړه، که څه هم موږ په ځینو برخو کې خپلې ارزونې ترسره کړي دي، خو که د افغانستان اسلامي امارت اړوند ادارې د وچکالۍ ځپلو سیمو په برخه کې خپل وړاندیزونه زموږ سره شریک کړي په راتلونکي کې به پرې د شریک پلان مطابق کار وکړو.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبد السلام حنفي وویل، چې موږ د چاپېریال ساتنې ادارې ته دنده ورکړې چې د مخکې په پرتله لازیاته فعاله او د چاپېریال ساتنې په برخه کې نور اغېزمن کار وکړي.
محترم مولوي عبدالسلام حنفي د خپلو خبرو په پای کې وویل، اسلامي امارت د نړۍ ټولو هیوادونو سره د بل المثل روابطو غوښتونکي دی او باید له یو بل سره ښه روابط ولرو. موږ غواړو افغانستان پر امنه او د نړیوالې ټولنې مثبت او سوله‌ییز غړی هیواد واوسي، چاته هم د دې اجازه نه ورکوو چې د افغانستان خاوره د ګاونډیو په ګډون د نړۍ د نورو هیوادونو پر ضد وکاروي.