د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا برادر اخند، د ایران له مرستیال ولسمشر سره وکتل

الاماره: ۱۴۴۵ ربیع الثاني ۲۲ د افغانستان اسلامي امارت د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د ایران اسلامي جمهوریت ته د خپل سفر په ترڅ کې د ایران د ولسمشر له مرستیال ښاغلي محمد مخبر سره وکتل په دې کتنه کې دواړو لوریو د افغانستان او ایران ترمنځ د سیاسي- اقتصادي تعامل […]

الاماره: ۱۴۴۵ ربیع الثاني ۲۲

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د ایران اسلامي جمهوریت ته د خپل سفر په ترڅ کې د ایران د ولسمشر له مرستیال ښاغلي محمد مخبر سره وکتل
په دې کتنه کې دواړو لوریو د افغانستان او ایران ترمنځ د سیاسي- اقتصادي تعامل پر پياوړتیا، د سیمې او نړۍ پر سیاسي وضعیت او همدارنګه په فلسطین کې د اسرائیلو د ظالم رژیم له لوري د ترسره شوو جنایتونو په اړه بحث او خبرې وکړې.
د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال د خپلو خبرو پر مهال وویل، د شل کلن امریکايي اشغال له پای ته رسېدو وروسته افغانستان په خپلو ټولو چارو کې خپلواک دی او د خپلو اسلامي او ملي ارزښتونو په پام کې نیولو سره له ګاونډیو، سیمې او نړۍ هېوادونو سره تعامل ته را وړاندې شوی دی. د محترم ملا صاحب په خبره، اوسمهال په افغانستان کې په بشپړه توګه سیاسي، امنیتي او اقتصادي ثبات رامنځته شوی او یو باثباته افغانستان د ګاونډیو، سیمې او نړۍ هېوادونو په ګټه دی.
د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال د خپلو خبرو پر مهال وویل، د افغانستان اسلامي امارت د خپل اقتصاد محوره بهرني سیاست پر بنسټ غواړي چې له ایران اسلامي جمهوریت سره خپلې سیاسي، اقتصادي، ترانزیټي او سوداګریزې اړیکې پراخې کړي.
د ایران د ولسمشر مرستیال ښاغلي محمد مخبر د خپلو خبرو پر مهال وویل، ایران له افغانستان سره د خپلو اړیکو پراخولو ته لېواله دی او غواړي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي، اقتصادي، سوداګریزو او ترانزیټي اړیکو د پراخولو او د دواړو هېوادونو ملتونو د هوساینې لپاره په مشترکه د لارې نقشه جوړه کړي. ښاغلي محمد مخبر زیاته کړه، دواړه هېوادونه باید په ګډه د شوو معاهداتو تطبیق ته ژمن و اوسي، په ګډه د چاپېریال ساتنې او په ځانګړي ډول د وچکالۍ او اوبو مدیریت په اړه کار وکړي.
د ایران د ولسمشر مرستیال د ریاست‌الوزراء له اقتصادي مرستیال سره په لیدنه کې وویل، ایران چمتو دی چې له چابهار بندر څخه د افغانستان په صادراتو او واردتو کې د پام وړ زیاتوالی راشي. نوموړي همدا راز وویل، ایران چمتو دی چې د کرنې او صنعت په برخه کې له پرمختللې ټکنالوژۍ د استفادې په برخه کې له افغانستان سره پوره همکاري وکړي. ایراني لوري ټینګار وکړ، دواړه هېوادونه باید د سوداګرۍ پر مهال له خپلو ملي کرنسیو استفاده وکړي او د سوداګرۍ او ترانزیټ کچې د زیاتولو په موخه اړینه ده چې لویې لارې او سړکونه په اساسي ډول جوړ شي.
د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په ایران کې د مېشت افغان کډوالو د کوربه‌توب له امله له ایران څخه مننه وکړه او هلته یې له افغان کډوالو سره د ښه چلند او د هغوی ستونزو ته د رسېدو غوښتنه وکړه.
د دغه لیدنې پر مهال دواړو لورو په فلسطین کې د اسرائیلو ظالم رژیم له لوري ترسره شوي جنایتونه په کلکه وغندل او له اسلامي نړۍ یې غوښتنه وکړه څو د دغه وحشت په اړه نور پټه خوله پاتې نشي.