د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د کابل – شانګهای هوایي دهلېز پرانیسته وکړه

الاماره (۱۴۴۵ ربیع الاول ۲۳) د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال په همدې تړاو جوړو شوو مراسمو ته وویل، هغه هېوادونه چې له افغانستان سره د دوه اړخیزو اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پراختیا ته ژمن دي اوزموږ له سوداګرو سره ښه چلند کوي،مننه ترې کوو. محترم ملا صاحب زیاته کړه،نن چې د افغانستان اقتصادي وضعیت د پرمختګ […]

الاماره (۱۴۴۵ ربیع الاول ۲۳)
د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال په همدې تړاو جوړو شوو مراسمو ته وویل، هغه هېوادونه چې له افغانستان سره د دوه اړخیزو اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پراختیا ته ژمن دي اوزموږ له سوداګرو سره ښه چلند کوي،مننه ترې کوو. محترم ملا صاحب زیاته کړه،نن چې د افغانستان اقتصادي وضعیت د پرمختګ په لور روان دی دا دسوداګرو او صنعت‌کارانو د هڅو پایله ده او دا په داسې حال کې ده،چې د افغانستان اقتصادي وضعیت پر بهبود نړۍ هم اعتراف کوي.محترم ملا صاحب زیاته کړه، ‏ د یو هېواد د پرمختګ او ځان بسیاینې لپاره امنیت ډېر مهم دی چې له نېکه‌مرغه په افغانستان کې اوسمهال سرتاسري امنیت تأمین شوی، له همدې امله په کور دننه او بهر کې له مېشت افغان پانګوالو څخه غوښتنه کوو چې راشي او په خپل هېواد کې پانګونه وکړي.

‏ محترم ملا صاحب د خپلو خبرو پر مهال وویل، د افغانستان اسلامي امارت د ګاونډیو، سیمې او نړۍ له هېوادونو سره د متقابل احترام او تعامل پربنسټ ښې اړيکې غواړي، په ګاونډیو هېوادونو کې د افغان مهاجرینو سپکاوی دوی ته د منلو وړ نه دی او دغه راز یې له یادو هېوادونو څخه ‏ د متقابل احترام غوښتنه وکړه. د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال د خبرو په پای کې وویل چې په هرات کې د رامنځته شوې زلزلې او د اوښتو ځاني او مالي زیانونو د څېړنې او د حالاتو د نېږدې کتلو په موخه به یاد ولایت ته سفر وکړي.‏
همدارنګه له پانګوالو او شتمنو هېوادوالو یې غوښتنه وکړه چې په دې سخت حالت کې دې د هرات او شاوخوا ولایتونو د زلزله ځپلو کورنیو لاسنیوی وکړي.