نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
د ریاسة الوزراء اقتصادي مرستیال الحاج ملا برادر آخند نن د هلمند او پکتیا ولایت له والیانو سره ولیدل او له هغوی څخه یې د یادو ولایاتو د وضعیت په اړه تفصیلي راپور واورید. د هلمند ولایت والي مولوي طالب صاحب د ریاسة الوزراء مرستیال ته په دې ولایت کې د ډاډمن امنیت، دولتي ادارو […]
د ریاسة الوزراء اقتصادي مرستیال الحاج ملا برادر آخند نن د هلمند او پکتیا ولایت له والیانو سره ولیدل او له هغوی څخه یې د یادو ولایاتو د وضعیت په اړه تفصیلي راپور واورید. د هلمند ولایت والي مولوي طالب صاحب د ریاسة الوزراء مرستیال ته په دې ولایت کې د ډاډمن امنیت، دولتي ادارو د فعالیت او عامه وضعیت په اړه معلومات ورکړل. نوموړي وویل چې په هلمند ولایت کې د اسلامي امارت له راتګ سره خلک په لومړي ځل له ډاډمن امنیت او د سر و مال له خوندیتوب څخه برخمن شوي دي. ولس او علماء کرام د اسلامي امارت ملاتړ کوي او ټولې دولتي ادارې خپل فعالیتونه سرته رسوي. دغه راز د پکتیا ولایت والي ملا حمزه د هیواد د جنوب ختیځو سیمو د وضعیت په اړه ملا برادر آخند ته معلومات ورکړل او د پکتیا ولایت د د مرکز او ټولو ولسوالیو له امنیتي حالت څخه یې ډاډ څرګند کړ. په مقابل کې د ریاسة الوزراء اقتصادي مرستیال دواړو والی صاحبانو ته لازم هدایات وکړل او هغوی یې د چارو بهبود ته وهڅول. د یو بل راپور له مخې د ریاسة الوزراء اقتصادي مرستیال نن د خپل کار به دفتر کې د اسلامي امارت د لوړو زده کړو له سرپرست وزیر شیخ مولوي عبدالباقي حقاني سره هم لیدنه درلوده، په دې لیدنه کې د عالي تحصیلاتو په وضعیت د پوهنتونو د پيل او په دې برخه کې د خنډونو او ستونزو په هوارولو تفصیلي بحث وشو. د یادونې وړ ده چې د تحصیلاتي ادارو د اصلاح او ښه نظم په مقصد په دې برخه کې څه ځنډ رامنځته شوی، چې د مغرضو رسنیو لخوا په منفي شکل تعبیریږي. اما اسلامي امارت د تحصیلاتي ادارو ستونزو ته متوجه دی چې ډیر ژر به دغه ستونزې په اساسي ډول هوارې شي.
۱۴۰۰/۷/۱۸ھ ش
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.