د رياست الوزرا کفيل او سياسي مرستيال د استخباراتو عمومي رئيس او د مرکزي دارالافتاء رئيس سره وکتل

الاماره:( ۱۴۴۴ ذوالحجه ۱۳مه) د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء کفیل او سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر نن په دوو جلا کتنو کې د استخباراتو عمومي رئیس مولوي عبدالحق وثیق او د مرکزي دارالافتاء رئیس شیخ نورالله منیر سره ولیدل. په دې کتنو کې، د استخباراتو عمومي رئیس د دې ریاست د فعالیتونو او […]

الاماره:( ۱۴۴۴ ذوالحجه ۱۳مه) د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء کفیل او سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر نن په دوو جلا کتنو کې د استخباراتو عمومي رئیس مولوي عبدالحق وثیق او د مرکزي دارالافتاء رئیس شیخ نورالله منیر سره ولیدل.

په دې کتنو کې، د استخباراتو عمومي رئیس د دې ریاست د فعالیتونو او لاسته راوړنو په اړه د ریاست الوزراء محترم کفیل ته معلومات ورکړل او زیاته یې کړه، په دې وروستیو کې د استخباراتو رياست ځواکونه او کارکوونکي په بېلابیلو برخو کې پام لاسته راوړنې لري.
د ښاغلي وثیق په خبره، د استخباراتو او نورو امنیتي بنسټونو ترمنځ بشپړه همغږي شته او د امنیتي او استخباراتي پلانونو علمي کولو لپاره په ګډه کار کوي.
د ریاست الوزراء محترم کفیل د لوی اختر په ورځو کې د ډاډمن امنیت تامین له امله د امنیتي ادارو، مسئوولینو او کارکوونکو هڅې وستایلې او د هغوی زيار او زحمت یې د ویاړ وړ وباله. همداراز نوموړي د چارو لاښه والي په موخه د استخباراتو عمومي رئیس ته لازمې سپارښتنې هم وکړې.
همدارنګه په یوه بله جلا کتنه کې د مرکزي دارالافتاء رئیس شیخ نورالله منیر د ریاست الوزراء کفیل ته د خپل کاري راپور وړاندې کولو پر مهال وویل، دې ادارې خپل کارونه د پخوا په پرتله څو برابره ګړندي کړي او په وینا یې، پر سلګونه مهمو موضوعاتو کار شوی دی.
نوموړي ډاډ ورکړ، چې د متخصصينو او کارپوهانو له لوري د شريعت په رڼا کې په اړونده مسایلو او موضوعاتو کار روان دی.
محترم مولوي عبدالکبیر د مرکزي دارالافتاء ریاست له کړنو خوښي وښوده وې ويل، ياده اداره دې پخپلو کارونو کې د اصولو او معيارونو پلي کولو ته جدي پاملرنه وکړي.#