نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
الاماره (۱۴۴۴/جمادي الاول ۳) د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزرا سياسي مرستيال محترم مولوي عبدالکبير نن مازديګر د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې شارژدافيرې رافائلا ايوبيا سره په سپېدار ماڼۍ کې وکتل. په پيل کې، مولوي عبدالکبير نوموړې ته د ښه راغلاست ترڅنګ وويل، اسلامي امارت د بين المللي ټولنې په ځانګړې توګه اروپايي […]
الاماره (۱۴۴۴/جمادي الاول ۳) د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزرا سياسي مرستيال محترم مولوي عبدالکبير نن مازديګر د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې شارژدافيرې رافائلا ايوبيا سره په سپېدار ماڼۍ کې وکتل.
په پيل کې، مولوي عبدالکبير نوموړې ته د ښه راغلاست ترڅنګ وويل، اسلامي امارت د بين المللي ټولنې په ځانګړې توګه اروپايي ټولنې له بشري مرستو مننه او له دوی سره په مثبت تعامل ټينګار کوي.
د رياست الوزرا سياسي مرستيال زياته کړه، چې د افغانستان خلک د طبيعي پېښو او نورو اقتصادي ستونزو له امله له مشکلاتو سره مخ دي، بين المللي ټولنه بايد خپلو مرستو ته دوام ورکړي او اسلامي امارت د ټولو مرستندويانو د امنيت تامين او اړمنو ته په شفاف ډول د مرستو وېش ډاډ ورکوي.
مولوي صاحب عبدالکبیر وويل: « د اسلامي شريعت په چوکاټ کې د ښځو حقونه تامين دي، هغوی په مختلفو برخو کې په دندو بوختې دي او حکومت عملاً ټولګډونه دی؛ خو ځينې رسنۍ په دې اړه ناسم تبلیغات کوي.»
د رياست الوزرا سياسي مرستيال له پخوانيو چارواکو سره د اړيکو کمېسيون هڅو ته په اشارې وویل، تر اوسه ۴۱۴ کسان بېرته هېواد ته راستانه شوي، عمومي بښنه قائمه ده او ټول په امن فضا کې خپل ژوند ته دوام ورکوي.
مولوي صاحب عبدالکبیر د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نېکلسن وروستيو څرګندونو ته په اشارې وویل، له هغو څرګندونو بايد ډډه وشي چې اړيکې خرابوي. موږ ټول بايد مسئول واوسو. د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې شارژدافيرې رافائلا ايوبيا د دوی د دفتر، کارکوونکو او اړمنو ته د مرستو رسولو په برخو کې د اسلامي امارت رهبرۍ او منسوبينو د همکارۍ مننه وکړه زياته يې کړه، د افغانستان له خلکو سره بشري مرستو ته دوام ورکوو او دغه بهير بايد سياسي نشي.
اغلې رافائلا د خپلو خبرو په پای کې له بين المللي ټولنې څخه په را روان ژمي کې له افغانانو سره د بشري مرستو د زياتوالي غوښتنه وکړه وې ويل، موږ دلته پاتې کېږو او همکاري به مو دوام ولري
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.