د رياست الوزرا اداري مرستيال په مشرۍ د اداري کمېسيون غونډه ترسره شوه

الاماره (پنجشنبه ۱۴۴۴/ذي القعده ۱۹) د اداري کمېسيون غونډه نن د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزرا اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ او د دې کمېسیون د غړو په ګډون ترسره شوه. په دې غونډه کې؛ د هيواد په نظامي مرکزونو کې د موجودو طبي تجهيزاتو پر ارزولو، د ملي بس امارتي […]

الاماره (پنجشنبه ۱۴۴۴/ذي القعده ۱۹)

د اداري کمېسيون غونډه نن د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزرا اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ او د دې کمېسیون د غړو په ګډون ترسره شوه.

په دې غونډه کې؛ د هيواد په نظامي مرکزونو کې د موجودو طبي تجهيزاتو پر ارزولو، د ملي بس امارتي شرکت فعاليت ښه کولو او د تخنيکي او مسلکي تعليماتو عمومي رياست اړوند مسائلو ترڅنګ په اجنډا کې پر شاملو نورو موضوعاتو هر اړخيز بحث او لازم تصميمونه ونيول شول.