نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
الاماره (۱۴۴۴/جمادي الاول ۷) د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزرا اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ د اداري کمېسيون غونډه نن له غرمې مخکې ترسره شوه. په دې غونډه کې اړوندو ادارو د امارتي کارکوونکو او مسوولينو د ګمارنې او منفکۍ اړوند د تقنيني اسنادو او شرعي اصولو، په مرکز او ولايتونو […]
الاماره (۱۴۴۴/جمادي الاول ۷) د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزرا اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ د اداري کمېسيون غونډه نن له غرمې مخکې ترسره شوه.
په دې غونډه کې اړوندو ادارو د امارتي کارکوونکو او مسوولينو د ګمارنې او منفکۍ اړوند د تقنيني اسنادو او شرعي اصولو، په مرکز او ولايتونو کې د ديني مدارسو د فارغانو د ظرفيت لوړولو په موخه د روزنيزو کورسونو جوړولو، د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت اړوند د ځمکني ترانسپورټ په ترمينلونو او تمځايونو کې د نقليه وسايطو د مديريت، ترتيب او تنظيم طرحې او پورته موضوعاتو په اړه د کاري پرمختګ او اجرائيوي مراحلو په اړه خپل راپورونه وړاندې کړل.
په دې غونډه کې د يادو موضوعاتو د اجرائيوي بهير پر څارنې او چټکتيا لازم ټينګار وشو.#
این مطلب بدون برچسب(تکونه) می باشد.
لید بند دی.