‏ د رياست الوزراء اداري مرستيال د ازبکستان لومړي وزير سره وکتل

الاماره: یکشنبه۱۱/۹/۱۴۰۳ د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي پرون ازبکستان ته د خپل سفر پر مهال د ازبکستان محترم لومړي وزير عبدالله عارفوف سره وکتل. په دې کتنه کې چې د هغه هيواد يو شمېر لوړ پوړو چارواکو هم حضور درلود، د رياست الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي […]

الاماره: یکشنبه۱۱/۹/۱۴۰۳

د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي پرون ازبکستان ته د خپل سفر پر مهال د ازبکستان محترم لومړي وزير عبدالله عارفوف سره وکتل.

په دې کتنه کې چې د هغه هيواد يو شمېر لوړ پوړو چارواکو هم حضور درلود، د رياست الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د ازبکستان لومړي وزير سره پر دې کتنې د خوښۍ څرګندولو ترڅنګ د دواړو هيوادونو ترمنځ د سياسي، اقتصادي، فرهنګي او همداراز سوداګريزو اړيکو پر پراختيا ټينګار وکړ.

په مقابل کې د ازبکستان لومړي وزير محترم مولوي عبدالسلام حنفي او ورسره پلاوي ته ښه راغلاست ووايه او د افغانستان او نورو هيوادونو د کانونو استخراج او د سوداګريزو توکو د ترانزیټ په برخو کې يې د خپل هيواد د لېوالتيا خبر ورکړ.

نوموړي وويل، د افغان – ټرانس لويې پروژې عملي کېدل به د افغانستان په ګډون ټولو دخيلو هېوادونو ته ډېرې ګټې ولري.

د دې کتنې په پای کې د رياست الوزراء محترم اداري مرستيال د ازبکستان د لومړي وزير د هرکلي او خبرو د تاييد ترڅنګ وويل، د دواړو هيوادونو ترمنځ سوداګري تر بل هر وخت ښه غوړېدلې، چې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د ګډو ګټو او په مختلفو برخو کې د اړيکو پراختيا لامل شوې ده.