د روغتیا برخې د تطبیق کوونکو موسسو له مسوولینو سره ناسته ترسره شوه

الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني۲۵)د عامې روغتیا وزارت مالي او اداري معین، مولوي محمد اسحاق صاحبزاده د یو غونډې په ترڅ کې د روغتیايي عرضه خدماتو د تطبیق کوونکو موسسو له مسوولینو سره د ژمې په راتګ سره ولایتونو ته د درملو او سون توکو د لېږد پهداړه خبرې وکړې. مالي او اداري معین د تطبیق کوونکو […]

الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني۲۵)د عامې روغتیا وزارت مالي او اداري معین، مولوي محمد اسحاق صاحبزاده د یو غونډې په ترڅ کې د روغتیايي عرضه خدماتو د تطبیق کوونکو موسسو له مسوولینو سره د ژمې په راتګ سره ولایتونو ته د درملو او سون توکو د لېږد پهداړه خبرې وکړې.
مالي او اداري معین د تطبیق کوونکو موسسو مسوولینو ته هدایت وکړ چې ژر تر ژره په دې برخه کې اقدام وکړي، ځکه چې د ژمي په رارسېدو سره به د یو شمېر روغتیايي مرکزونو ترانسپورتي لارې بندې شي او بیا به دغو مرکزونو ته رسېدل او تجهیزول ستونزمن وي.
له بلې خوا په دې برخه کې د تطبیق کوونکو موسسو روغتیايي مسوولینو د همکارۍ ژمنه وکړه، خپلې غوښتنې او وړاندیزونه یې د عامې روغتیا وزارت له مشرتابه سره شریک کړل او د حل په موخه یې لازم هدایت ورکړل شو.