د روغتیايي خدمتونو معیاري کولو لپاره د همغږۍ غونډه وشوه

الاماره (۱۴۴۴ ذوالحجه ۲۷) د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء د کفیل او سیاسي معاونیت د دفتر عمومي رئیس مولوي ذاکر په مشرۍ، نن د لوړو زده کړو او عامې روغتیا وزارتونو او د افغانستان طبي شورا استازو ترمنځ د همغږۍ غونډه ترسره شوه. په دې غونډه کې، په هیواد کې د طبي خدمتونو […]

الاماره (۱۴۴۴ ذوالحجه ۲۷)

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء د کفیل او سیاسي معاونیت د دفتر عمومي رئیس مولوي ذاکر په مشرۍ، نن د لوړو زده کړو او عامې روغتیا وزارتونو او د افغانستان طبي شورا استازو ترمنځ د همغږۍ غونډه ترسره شوه.
په دې غونډه کې، په هیواد کې د طبي خدمتونو معیاري کولو او په دې برخه کې د کېدونکو فعالیتونو او همغږۍ رامنځته کولو په تړاو بحث وشو او پر ټولو هغو مواردو او خنډونو خبرې وشوې، چې په افغانستان کې یې د معیاري طبي خدمتونو وړاندې کولو مخه نیولې ده.
په دې مجلس کې، د طرحو په توحید او د یوې مناسبې حللارې په موندلو ټینګار وشو او ژمنه وشوه، چې دغه ناستې به دوام ولري.