نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
د روزګان ولایت مقام په لارښوونه، ګډ پلاوي ددې ولایت دولتي ادارو څخه دکارونو دارزونې لیدني پيل کړه ترڅو ورځنۍ چاري یې و ارزوي او ستونزي یې راټولي کړي.دې پلاوي دا لیدنه ددې ولایت د محترم والي حاجي دعوت صاحب په لارښوونه پیل کړه، چي پکښي د روزګان ولایت مقام د مالي او […]
د روزګان ولایت مقام په لارښوونه، ګډ پلاوي ددې ولایت دولتي ادارو څخه دکارونو دارزونې لیدني پيل کړه ترڅو ورځنۍ چاري یې و ارزوي او ستونزي یې راټولي کړي.دې پلاوي دا لیدنه ددې ولایت د محترم والي حاجي دعوت صاحب په لارښوونه پیل کړه، چي پکښي د روزګان ولایت مقام د مالي او ادارې چارو ریاست مسؤل الهام مولوي صاحب، په روزګان کي د امر بالمعروف ونهي عن المنكر او سمعي شکایاتو د اوریدو مسؤل فقیر مولوي صاحب، د ولایت مقام د بشري سرچینو ریاست رئیس طیب مولوی صاحب، هارون صاحب د ولایت مقام د دفتر ریاست مسؤل، او سیدکریم افغان د ولایت مقام د تهیه او خدماتو امر، پکښي برخه لري. د دولتي ادارو څخه د لیدني موخه د چارو ارزونه او دښې کارګردګې اجراء ده او دامر بالمعروف و نهي عن المنكر برخو کي دولتي کارکوونکو ته لارښووني کول، د ستونزو راټولول او تر مسؤلینو رسول دي. په روزګان ولایت کي د امر بالمعروف نهي عن المنكر ریاست رئیس مولوي کریم الله فقیر وویل دوی هڅه کوي چي د دولتي ادارو څخه د خپلو لیدونو پرمهال د وزارت لخوا هغه پنځه ماده ییز مکتبوب په اړه لارښونه او عملی کړي او ادارې کارمندانوته عامه پوهاوې ورکړي. ښاغلی فقیر وویل، د رالیږل سوی مکتوب له مخي ښځینه کارکوونکي باید شرعي حجاب مراعت کړي، او په دفترونو کي له نارینه کارکوونکو څخه بېل ځای کي ادارې چاري ترسره کړي. په وینایې، په ادارو کي دولتي کارکوونکي باید شرعي اوصول مراعت کړي. د روزګان ولایت مقام د مالي او ادارو چارو ریاست رئیس الهام مولوي صاحب وویل، له دولتي ادارو څخه د لېدونو موخه چي د ولایت مقام په لارښوونه ترسره کیږي، د کارکوونکو د چارو ارزونه او د هغوی د ستونزو اوریدل او بیا ترمسؤلو کسانورسول د حل په موخه ئې اقدام کول دی. هغه د دولتي کارکوونکو څخه وغوښتل چي خپلی ټولې چاري د شرعي اوصولې احکامو په چوکاټ کي اجراء کړی، ترڅو د خلکود ښیرازې سبب سی. الهام مولوي صاحب وویل، دا ګډ پلاوی هڅه کوي چي ددې ولایت له ټولو دولتي ادارو څخه لیدني ترسره کړي او ستونزی یې له نژدې واوري. روزګان کي د دولتي ادارو څخه ګډ پلاوی داسي مهال لیدني پیلوي، چي تردې وړاندي هم د روزګان د والي صاحب په لارښوونه د ټولو ولسوالیو څخه ګډ پلاوي لیدنه کړې وه. دا په داسي حال کي ده چي تردی وړانې عامو خلګو دعدلې او قضائې ارګانونو څخه شکایت کړي وه چي د نوموړو ادارو مسؤلین دعامو خلګو په چاروکي ناغیړی کول او دوسېوته ئې پروخت رسیده ګې نه کیدل، دنوموړو شکایت دحل په موخه ښاغلی دعوت صاحب دټولو ادارو دچارو دښې ارزونې لپاره یو ګډ پلاوی وټاکلي چي اروزنه ئې وکړي او موجوده ستونزې ئې راټولې او حل کړي. نېټه ۱۴۴۳/۸/۱۲ هق
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.