نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
الاماره: ۱۴۴۵ ربیع الثاني ۲۱ له پاکستانه د راستنېدونکو کډوالو میشت غالي کې نن یکشنبه ۶۲ زره تنو ته د غرمنۍ پخه غذا ورکړل شوه. یاد میشت غالي کې د کډوالو د روغتیایي او خدماتي چارو مسؤل مفتي سید احمد مستقیم باختر آژانس سره په خبرو کې وویل نن یې د ۵۵ زره افرادو لپاره […]
الاماره: ۱۴۴۵ ربیع الثاني ۲۱
له پاکستانه د راستنېدونکو کډوالو میشت غالي کې نن یکشنبه ۶۲ زره تنو ته د غرمنۍ پخه غذا ورکړل شوه. یاد میشت غالي کې د کډوالو د روغتیایي او خدماتي چارو مسؤل مفتي سید احمد مستقیم باختر آژانس سره په خبرو کې وویل نن یې د ۵۵ زره افرادو لپاره د ډوډۍ د ویش تابیا نیولې وه، خو د کډوالو شمېر زیاتوالي ته په کتو او د خیریه بنسټونو او افرادو په همکارۍ یې د ویش لړۍ ۶۲ زرو تنو ته ورسېده. د نوموړي په خبره د نن ورځې غرمنۍ مینو کې وریجي، غوښه، وچه ډوډۍ او پاکې اوبه شامل وې. تازه راستانه شوي کډوال خوښ دي او وایي، درې وخته پخه غذا پر وخت ورته ویشل کېږي.
یوه بل خبر کې ویل شوي چې نن ورځ د ننګرهار عامې روغتیا ریاست ۶۵ دوه زره لیتره د اوبو ټانکۍ تورخم ته ولیږدولې.
همدارنګه د یاد ریاست په هڅو د KRC خیریه بنسټ په مرسته ۳ د اوبو برمې د راستنېدونکو په مېشت غالي کې وهل کیږي چې پدې سره به د اوبو ستونزه تر ډیره حل شي.
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.