نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
الامارة: ۱۴۴۵ جمادي الثاني ۱۴ تورخـــم: د ثبت، تثبیت او استقبال کمیټه: نن په تورخم کې د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټې له لوري (۱۰۹) کورنۍ او (۴۵۴) تنه ثبت او بایومټریک شوي دي. د ټرانسپورټ او انتقال کمېټه: نن (۴۶) کورنۍ چې د افرادو شمېر یې (۲۷۵) تنه کیږي ننګرهار، لغمان، کونړ او کابل […]
الامارة: ۱۴۴۵ جمادي الثاني ۱۴
تورخـــم: د ثبت، تثبیت او استقبال کمیټه:
نن په تورخم کې د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټې له لوري (۱۰۹) کورنۍ او (۴۵۴) تنه ثبت او بایومټریک شوي دي.
د ټرانسپورټ او انتقال کمېټه:
نن (۴۶) کورنۍ چې د افرادو شمېر یې (۲۷۵) تنه کیږي ننګرهار، لغمان، کونړ او کابل ولایتونو ته انتقال او یادو کورنیو ته (۹۵۰۰) افغانۍ د کرایې لپاره ورکول شوي دي.
د مؤقت میشت کولو کمېټه:
نن (۴۰) راستنې شوې مهاجرې کورنۍ په عمري کمپ کې په مؤقت ډول ځای پر ځای کړل شوې. نن په عمري کمپ کې (۳۰) خېمې او (۸) تشنابونه د نقشې مطابق نصب شول او (۱۰۸) ټانکیو کې اوبه واچول شوې.
د خدماتو او صحي چارو کمېټه:
په عمري کمپ کې د خـدماتي کمـېـټي لهخـوا (۷۵۰۰) تنه مهاجرینو ته ډوډی او تصفيه شوې اوبه پهخپل وخت سره توزیع شوي. د مختلفو خيريه بنسټونو لهخوا مرسته شوې (۷۵۰) کمپلې، (۴۵۰) بستې معدني اوبه او (۷۵۰) څادرونه، بوټونه او کوټونه، (۴۵۰) بستې خوارکي توکي او همدارنګه (۱۴۰۰۰۰) ليټره اوبه رسول شوي دي. د خدماتو کمېټې په چوکاټ کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د مسئولينو لهخوا راستانه شویو مهاجرینو ته (۵۵۲) عدده سیمکارټونه په وړیا توګه ووېشل شول.
د مهاجرینو لپاره د کار موندنې کمیټه:
د مهاجرینو لپاره د کارموندنې کمېټې نن په تورخم کې (۸) تنه د بکلوریا سند لرونکي، (۲) حافظان، (۳۱۴) غریبکار او (۸۹) تنه حرفهيي او مسلکي کسان ثبت کړل، چې ټول (۴۱۳) تنه کیږي.
د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:
د عمري کمپ په بېلابېلو برخو او فرضي کرښه کې له راستنېدونکو سره ناستې وشوې او ورته د مراحلو طی کولو په اړه معلومات ورکول شول. پر ډیورنډ فرضي کرښه اوښتونکو کسانو ته پوهاوی ورکړل شو، چې د مهاجرینو په نوم امتیازات ترلاسه نه کړي، که څوک ونیول شي قانوني چلند به ورسره وشي. د ای، او، اېم دفتر سره په هماهنګۍ پر مهاجرینو د مهاجرت سلګونه پاڼې ووېشل شوې. (۶) ورک ماشومان خپلو کورنيو ته او له شلو زیاتې ورک اسنادونه او د تابعیت تذکرې هم خپلو مالکانو ته سپارل شوي دي.
سپین بولدک:
د ثبت، تثبیت او استقبال کمیټه:
د سپین بولدک په سیمه کې (۳۱۲) کورنۍ چې د افرادو شمېر یې (۱۶۹۰) تنه کیږي، ثبت او د کورنیو چارو وزارت له لوري بایومټریک شوې. له دې جملې (۲۴۱) کورنۍ چې (۱۲۸۲) افراده کېدل، د لازمو مرستو په موخه (آی، او اېم) ته او (۷۱) کورنۍ چې د افرادو شمېر یې (۴۰۸) تنه کيده، د (یو ان اېچ سي آر) سلېپونه او د (وي آر پي) کارټونه یې له ځانه سره لرل، (یو ان اېچ سي آر) سازمان ته معرفي شوې.
له بولدک ولسوالۍ او کندهار څخه (۱۰۴) کورنۍ چې د افرادو شمېر یې (۸۳۹) تنه کیږي کابل، هرات او کندهار ولایتونو ته ولېږدول شوې او یادو کورنیو ته (۱۲۹۰۰۰) افغانۍ کرایه هم ورکول شوه.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
نن پر ډیورنډ فرضي کرښه په سپین بولدک کې د مالي چارو د تنظیم کمېټې لهخوا له (۳۳۳) کورنیو سره مرسته وشوه او هرې کورنۍ ته (۱۰۰۰۰) افغانۍ ورکول شوې.
نن په عمري او ښوراندام کمپونو کې (۵۴۰۰) تنه مهاجرینو ته ډوډۍ ورکول شوې او (۷۰۰۰۰) لیټره اوبه هم رسول شوي. نن د خدماتو او صحي چارو کمېټې په چوکاټ کې د ملي دفاع وزارت، د میرویس نیکه روغتون، د سرې میاشتې ټولنې، هېلټ نېټ مؤسسې او د باران صحي ټیمونو لهخوا (۲۷۶) تنه ناروغان تداوي شوي؛ (۲۴۸۰) تنو ته بیلابیل واکسیونونه تطبیق شوي او د (۱۲۷۹) کسانو سکرینینګ شوی. نن د خدماتو کمېټې په چوکاټ کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د مسئولينو له لوري پر راستانه شویو مهاجرینو (۷۹۰) عدده سیمکارټونه ویشل شوي دي.
پکتیکا:
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
نن د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه له لوري د پکتیکا اړوند د انګور اډې په سیمه کې (۳) مهاجرې کورنۍ ثبت شوې.
نن د انګور اډې څخه کمپ ته او له هغه ځایه خپلو سیمو ته (۳) کورنۍ انتقال شوي دي.
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري نن (۳) کورنیو سره لس-لس زره افغانۍ مرسته شوې ده. د خدماتو او صحي چارو کمېټه:
د خدماتو او صحي چارو کمېټې په چوکاټ کې د ملي دفاع وزارت او د روغتیايي ټیمونو لهخوا انګور اډه کې (۸۲) تنو ته روغتیايي خدماتو وړاندې شوي. نن په انګور اډه (۸۳) تنه مهاجرینو او د کمېټو غړو ته د سهار، غرمې او ماښام ډوډۍ ورکړل شوه. د خدماتو کمېټې په چوکاټ کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د مسئولينو له لوري پر راستانه شویو مهاجرینو (۱۴) عدده سیمکارټونه ویشل شوي دي.
زابــــــــل:
نن د زابل په شملزو ولسوالۍ کې (۴) کورنۍ چې د غړو شمیر یې (۱۹) تنه کیږي، هیواد راستنې شوې، چې د مسئولينو له لوري ثبت او راجسټر شوي دي.
د ټرانسپورت او انتقال کمیټه:
نن د ټرانسپورټ او انتقال کمېټې له لوري (۳) کورنۍ چې د افرادو شمیر یې (۱۲) تنه کیده، خپلو ولسوالیو او کلیو ته انتقال شوې او یادو کورنیو ته (۴۵۰۰) کرایه هم ورکول شوه.
د مالي د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري نن په زابل کې له (۴) کورنیو سره لس-لس زره افغاني مرسته وشوه.
د خدماتو او صحي چارو د تنظیم کمېټه:
د خدماتو او روغتیايي چارو د تنظیم کمېټې له لوري (۴) کورنیو ته د روغتیا او خوړو په برخه کې رسیدنه شوې ده او ورته د اوسیدو ځای برابر شوی دی. د سرې میاشتې ټولنې له لوري هم هرې کورنۍ سره (۲۳) قلمه د خوراکي، غیر خوراکي او البسې مرسته وشوه.
نیمـــــــــــــــــــرزو:
نن په نیمروز کې د ورېښمو له لارې (۴۸) کورنۍ چې د غړو شمیر یې (۱۸۶) تنه کیږي، هیواد راستنې شوې، چې د مسئولانو له لوري ثبت او بایومټریک شوې. په همدې ډول په تېرو ۲۴ ساعتونو کې (۲۵۶۲) تنه مجردین هم ثبت شوي چې له دې ډلې (۲۹۸) تنه د مرستو په موخه آی او اېم سازمان ته معرفي شوي دي.
په نیمروز کې نن سه شنبه (۲۹) کورنۍ چې د غړو شمیر یې (۱۱۷) تنه کیږي، د مهاجرینو په لنډمهاله کمپ کې ځای پر ځای او د اوسیدنې ټول امکانات ورته برابر کړل شول او د آی او اېم سازمان ته د مرستو په موخه معرفي شوې.
هـــــــــــــــــــرات:
نن په هرات کې د اسلام کلا بندر له لارې (۶۳) کورنۍ چې د غړو شمیر یې (۱۲۷) تنه کیږي، هیواد راستنې شوې، چې د مسئولانو له لوري ثبت او بایومټریک شوې.
د مالي چارو کمېټه:
نن په هرات کې د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري (۴۳) کورنیو ته لس-لس زره افغانۍ مرسته وشوه.
کـــــــــــــــــــابل: د مرستو د جلب او جذب کمېټه:
د جلب او جذب کمېټې مشر او د اقتصادی وزارت سرپرست محترم قاري دین محمد حنیف کابل کې د الغرافه مؤسسې له رئیس او ورسره مل پلاوي سره کتنه کې له افغان مهاجرینو سره د یادې موسسې (۱۰۰) زره ډالره نغدي مرسته تر لاسه او د مهاجرینو د مالي چارو کمېټې رئیس ته تسلیم کړه، د نورو مرستو ژمنه هم وشوه.
په کابل کې د ټرانسپورت او انتقال کمېټې د رهبرۍ او غړو ترمنځ ناسته کې د دې کمېټې د تېرو فعالیتونو ارزونه وشوه او د راستانه شویو مهاجرینو د انتقال په برخه کې د لازیاتو اسانتیاوو پر برابرولو بحث او ټینګار وشو.
د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.