د راستنېدونکو مهاجرينو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون د کمېټو ورځنی کاري راپور

الامارة: ۱۴۴۵ جمادي الاول ۱۳ تورخـــم: د ثبت، تثبیت او استقبال کمیټه: نن په تورخم کې (۱۲۵) کورنۍ او (۶۰۱) تنه ثبت او بایومټریک شوي دي. په همدې ډول (۵۶) کورنۍ تثبیت کړل شوې، چې (۵۰) کورنۍ مهاجرې او پاتې (۶) کورنۍ غیرمهاجرې ثابتې شوې. د ټرانسپورټ او انتقال کمېټه: نن (۴۷) کورنۍ چې د […]

الامارة: ۱۴۴۵ جمادي الاول ۱۳

تورخـــم:

د ثبت، تثبیت او استقبال کمیټه:

نن په تورخم کې (۱۲۵) کورنۍ او (۶۰۱) تنه ثبت او بایومټریک شوي دي.
په همدې ډول (۵۶) کورنۍ تثبیت کړل شوې، چې (۵۰) کورنۍ مهاجرې او پاتې (۶) کورنۍ غیرمهاجرې ثابتې شوې.

د ټرانسپورټ او انتقال کمېټه:

نن (۴۷) کورنۍ چې د افرادو شمېر یې (۲۲۰) تنه کیږي، د (۱۶) عراده مختلف النوعه موټرو په واسطه ننګرهار، لغمان او کابل ولایتونو ته په مصئونه توګه انتقال او یادو کورنیو ته (۸۵۰۰) افغانۍ د کرایې لپاره ورکول شوي دي.

د خدماتو او صحي چارو کمېټه:

په عمري کمپ کې د خـدماتي کمـېـټي له‌خـوا (۸۵۰۰) تنه مهاجرینو ته ډوډۍ او تصفيه شوي اوبه په‌خپل وخت سره توزیع شوې.
د مختلفو خيريه بنسټونو له‌خوا مرسته شوې (۶۵۰) کمپلې، (۵۰۰) بستې معدني اوبه او (۷۵۰)څادرونه، بوټونه او کوټونه، (۴۰۰) بستې خوارکي توکي او قرطاسیه باب توزیع شوي او همدارنګه د اوبو رسولو په برخه کې د (۸) ټانکرنو په واسطه (۱۴۰۰۰۰) لېټره اوبه رسول شوي دي.

* د خدماتو کمېټې په چوکاټ کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د مسئولينو له‌خوا راستانه شویو مهاجرینو ته (۵۸۶) عدده سیمکارټونه په وړیا توګه ووېشل شول.

د مهاجرینو لپاره د کار موندنې کمېټه:

د مهاجرینو لپاره د کارموندنې کمېټې نن په تورخم کې (۵) تنه د بکلوریا سند لرونکي، (۱) تن د فوق بکلوریا سندر لرونکی، (۲) د لیسانس سند لرونکي، (۱) تن حافظ، (۳۵۸) غریبکار او (۶۰) تنه حرفه‌يي او مسلکي کسان ثبت کړل، چې ټول (۴۲۷) تنه کیږي.
نن (۳۹۷) ماشومانو ته د ناچاوده ماینونونو، نظافت او د افغانستان په اړه عامه پوهاوی ورکول شو او د دوی رواني سلامتیا په موخه ورته د لوبو او تفریح پروګرامونه هم په لاره اچول شوي.
عمري کمپ (۴) ورک ماشومان خپلو کورنیو ته وسپارل شول.

سپین بولدک:

د ثبت، تثبیت او استقبال کمیټه:

* د سپین بولدک په سیمه کې (۲۳۳) کورنۍ چې د افرادو شمېر یې (۱۳۱۸) تنه کیږي، ثبت او د کورنیو چارو وزارت له لوري بایومټریک شوې.
له دې جملې (۲۰۲) کورنۍ چې (۱۱۴۷) تنه کیدل، د لازمو مرستو په موخه (آی، او اېم) ته او (۳۱) کورنۍ چې د افرادو شمېر یې (۱۸۶) تنه کېده، د (یو ان اېچ سي آر) سلېپونه او د (وي آر پي) کارټونه یې له ځانه سره لرل، (یو ان اېچ سي آر) سازمان ته معرفي شوې.
(۱) بندي کس هم ثبت شوی او یو تن بې سرپرسته ماشوم بیا (ام پي او) دفتر ته معرفي شو.

د ټرانسپورټ او انتقال کمېټه:

له بولدک ولسوالۍ او کندهار څخه (۷۶) کورنۍ چې د افرادو شمېر یې (۴۵۹) تنه کیږي، د (۱۶) مختلف النوعه نقلیه وسایطو په واسطه کابل، اروزګان، هرات او کندهار ولایتونو ته ولېږدول شوې او یادو کورنیو ته (۷۸۰۰۰) افغانۍ کرایه هم ورکول شوه.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

نن پر ډیورنډ فرضي کرښه په سپین بولدک کې د مالي چارو د تنظیم کمېټې له‌خوا له (۱۹۳) کورنیو سره مرسته وشوه او هرې کورنۍ ته (۱۰۰۰۰) افغانۍ ورکول شوې.

د خدماتو او صحي چارو کمېټه:

نن په عمري کمپ او ښوراندام کمپ کې (۵۰۰۰) تنه مهاجرینو ته د غرمې او ماښام له‌خوا ډوډۍ ورکول شوه.
نن د خدماتو او صحي چارو کمېټې په چوکاټ کې د ملي دفاع وزارت، د میرویس نیکه روغتون، د سرې میاشتې ټولنې، هېلټ نېټ مؤسسې او د باران صحي ټیمونو له‌‌خوا (۳۷۰) تنه ناروغان تداوي شوي؛ (۲۱۸۷) تنو ته واکسین تطبیق شوی، د (۱۱۸۰) کسانو سکرینینګ شوی او (۱۳۴) تنو ته بیا د کورونا ځانګړی واکسین شوی.
د تخته پل، ښور اندام او سپین بولدک کې مهاجرینو ته (۸۷۰۰۰) لېټره د څښلو پاکې اوبه برابرې کړل شوې.
نن د خدماتو کمېټې په چوکاټ کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د مسئولينو له لوري پر راستانه شویو مهاجرینو (۶۷۷) عدده سیمکارټونه ویشل شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

نن هم د تېر په څېر، په کمپونو کې لسګونو راستنېدونکو هېوادوالو ته عامه پوهاوی او معلومات ورکړل شوي او خبري رسنیو ته د راپورونو زمینه برابره شوې ده.
د عامه پوهاوي په برخه کې راستنېدونکو هېوادوالو ته غرمه او ماښام مهال غازي عبدالله خان لېسې کمپ او باران کلا کمپ کې د صبر او زغم په اړه ویناوې وشوې.

پکتیا:

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

نن پر ډیورنډ فرضي کرښه د ډنډ پټان ولسوالۍ د خرلېڅیو په سیمه کې (۴) کورنۍ چې د افرادو شمیر یې (۳۰) تنه کیږي، ثبت او بایومتریک شوې.

د مؤقت میشت کولو کمېټه:

د مؤقت میشت کولو کمېټې له لوري نن (۱) کورنۍ په کمپ کې ځای پر ځای کړل شوه او د خدماتو او صحي چارو کمېټې له لوري ورته پوره تسهیلات برابر کړل شول.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

نن په پکتیا کې د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري (۴) کورنیو ته لس-لس زره افغانۍ مرسته وشوه.

پکتیکا:

د خدماتو او صحي چارو کمېټه:

د خدماتو او صحي چارو کمېټې په چوکاټ کې د ملي دفاع وزارت او د عامې روغتیا صحي ټیمونو له‌‌خوا انګور اډه کې (۵۱) تنه ناروغان تداوي شوې.
نن په انګور اډه (۴۸) تنه مهاجرینو او د کمېټو غړو ته د سهار، غرمې او ماښام ډوډۍ ورکړل شوه.
نن د خدماتو کمېټې په چوکاټ کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د مسئولينو له لوري پر راستانه شویو مهاجرینو (۲۴) عدده سیمکارټونه ویشل شوي دي.

د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء