نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
الامارة: ۱۴۴۵ جمادي الاول ۱۱ تورخم: د ثبت، تثبیت او استقبال کمیټه: نن په تورخم کې (۲۴۲) کورنۍ او (۱۱۶۲) تنه ثبت او بایومټریک شوي دي؛ په همدې ډول (۶۰) کورنۍ تثبیت کړل شوې، چې (۵۲) کورنۍ مهاجرې او پاتې (۸) کورنۍ غیرمهاجرې ثابتې شوې. د ټرانسپورټ او انتقال کمېټه: نن (۳۲) کورنۍ چې د […]
الامارة: ۱۴۴۵ جمادي الاول ۱۱
تورخم:
د ثبت، تثبیت او استقبال کمیټه:
نن په تورخم کې (۲۴۲) کورنۍ او (۱۱۶۲) تنه ثبت او بایومټریک شوي دي؛ په همدې ډول (۶۰) کورنۍ تثبیت کړل شوې، چې (۵۲) کورنۍ مهاجرې او پاتې (۸) کورنۍ غیرمهاجرې ثابتې شوې.
د ټرانسپورټ او انتقال کمېټه:
نن (۳۲) کورنۍ چې د افرادو شمیر یې (۱۷۸) تنه کیږي، د (۱۴) عراده مختلف النوعه موټرو په واسطه ننګرهار او کابل ولایتونو ته په مصئونه توګه انتقال او یادو کورنیو ته (۱۳۴۵۰۰) افغانۍ د کرایې لپاره ورکول شوي دي. د تورخم فرضی کرښې څخه تر اړوند کمپ پورې په مصئونه توګه د مهاجرینو د لیږد لپاره (۱۵) عرادې مختلف النوعه امارتي وسایط استخدام شوي وو، چی ټولې یې (۳۳) دورې ترسره کړې.
د خدماتو او صحي چارو کمېټه:
په عمري کمپ کې د خـدماتي کمـېـټي لهخـوا (۱۰۲۰۰) تنه مهاجرینو ته ډوډئ او تصفيه شوې اوبه پهخپل وخت سره توزیع شوې . د خدماتو کمېټې په چوکاټ کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د مسئولينو لهخوا راستانه شویو مهاجرینو ته (۹۳۰) عدده سیمکارټونه په وړیا توګه ووېشل شول. د مختلفو خيريه بنسټونو لهخوا مرسته شوې (۹۰۰) کمپلې، (۵۰۰) بستې معدني اوبه او (۵۵۰) ښځینه او نارینه بوټونه او جامپرونه، (۵۵۰) بستې غذايي مواد او (۲۰۰) فرشونه پر مستحقو مهاجرینو ووېشل شوې او (۱۴۰) زره لیټره پاکې اوبه هم برابرې کړل شوې. د تورخم عمري کمپ کې تر دې مهاله د (۹۶۸۴۳) ناروغانو ته روغتیایي خدمات وړاندې شوي، چې له جملې یې (۱۴۲۳۹) تنه د اسهالاتو ناروغان، (۷۰) تنه د شري شکمن ناروغان، (۱۱۷) تنه د ډينګي شکمن ناروغان، (۶۹۹۸) تنه د پوستکي ناروغان، (۷۰۷۵) رواني ناروغان، (۸۵۱۳) امیندوارې ښځې په کې وې. په همدې ډول (۷۶۹۵) تنه واکسین شوي، (۱۳۹۰۶) د پنځو کالو څخه کم عمره ماشومان د خوارځواکۍ په موخه سکرینینګ شوي، چې له جملې یې (۷۱۸) شدید او (۲۸۹۸) حاد خوارځواکه ناروغان وو او (۱۳۹) ملاریا ناروغان کتل شوي او وړیا درمل ورکړل شوي.
د مهاجرینو لپاره د کار موندنې کمیټه:
د مهاجرینو لپاره د کارموندنې کمېټې نن په تورخم کې (۳) تنه د بکلوریا سند لرونکي، (۱) تن د لیسانس سند لرونکی، (۳) حافظان، (۴) دیني عالمان، (۳۴۴) تنه غریبکار او (۶۳) تنه نارینه حرفهيي او مسلکي کسان ثبت کړل، چې ټول (۴۱۸) تنه کیږي. (۳۴۹) هېوادوالو ته د ناچاوده ماینونونو، نظافت، ماشوم ساتنې او د افغانستان په اړه عامه پوهاوی ورکول شو او د دوی رواني سلامتیا په موخه ورته د لوبو او تفریح پروګرامونه هم په لاره اچول شوي. (۵) هلکان له عمري کمپ څخه په ولایتونو کې خپلو کورنیو سره یوځای کړل شول او په همدې کمپ کې کورنیو ته (۴) تنه ورکې نجونې هم سپارل شوي دي.
د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:
د عمري کمپ په بېلابېلو برخو او فرضي کرښه کې له راستنېدونکو سره ناستې وشوې او ورته د مراحلو طی کولو په اړه معلومات ورکول شول. پر ډیورنډ فرضي کرښه اوښتونکو کسانو ته پوهاوی ورکړل شوی، چې د مهاجرینو په نوم امتیازات ترلاسه نه کړي، که څوک ونیول شي قانوني چلند به ورسره وشي. د اي، او، اېم دفتر سره په هماهنګۍ پر مهاجرینو د مهاجرت (۱۵۰) پاڼې ووېشل شوې. * (۶) ورک ماشومان خپلو کورنيو ته او له شلو پورته ورک شوي اسنادونه او د تابعیت تذکرې هم خپلو مالکانو ته سپارل شوي دي.
د مساجدو او زدهکړو د تنظیم کمېټه:
د تورخم عمري کمپ کې د مساجدو او زده کړو د تنظیم کمېټې له لوري راستنېدونکو ته عامه پوهاوی جریان لري او په مېشت ځایونو کې ورته اصلاحي بیانونه وشول. په ورته وخت کې د یادې کمېټې د غړو لهخوا په یاد کمپ کې د نورو ودانیو په شان د مساجدو د ودانیو جوړېدو خبره وشوه، ترڅو د مهاجرینو لمونځونه په محفوظ ډول مساجدو کې په جماعت سره اداء او اصلاحي بیانونه په منظمه طریقه برابر شي.
د مهاجرینو د مؤقت میشت کولو کمېټه:
نن په عمري کمپ کې د نقشې مطابق (۱۰۰) خیمې ودرول شوې، ټوله ساحه اب پاشي او د (۸) ټانکرونو په واسطه (۱۳۲) ټانکیو کې اوبه واچول شوې.
سپین بولدک:
د سپین بولدک په سیمه کې (۳۹۴) کورنۍ چې د افرادو شمیر یې (۲۶۴۷) تنه کیږي، ثبت شوې. له دې جملې (۳۳۲) کورنۍ چې (۲۶۶۳) تنه کیدل، د لازمو مرستو په موخه (آی، او اېم) ته او (۶۳) کورنۍ چې د افرادو شمیر یې (۳۸۴) تنه کیده، د (یو ان اېچ سي آر) سلېپونه او د (وي آر پي) کارټونه یې له ځانه سره لرل، (یو ان اېچ سي آر) سازمان ته معرفي شوې. نن د سپین بولدک له لارې (۳۷۲) کورنۍ د کورنیو چارو وزارت له لوري بایومټریک کړل شوې. (۲) تنه نارینه قیدیان هم ثبت شوي دي.
له بولدک ولسوالۍ او کندهار څخه (۶۴) کورنۍ چې د افرادو شمېر یې (۵۸۴) تنه کیږي، د (۱۳) مختلف النوعه نقلیه وسایطو په واسطه کندهار، زابل، هرات او کابل ولایتونو ته ولېږدول شوې او یادو کورنیو ته (۸۳۰۰۰) افغانۍ کرایه هم ورکول شوه.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
نن پر ډیورنډ فرضي کرښه په سپین بولدک کې د مالي چارو د تنظیم کمېټې لهخوا له (۳۹۴) کورنیو سره مرسته وشوه او هرې کورنۍ ته (۱۰۰۰۰) افغانۍ ورکول شوې.
نن هم د تېر په څېر، په کمپونو کې لسګونو راستنېدونکو هېوادوالو ته عامه پوهاوی او معلومات ورکړل شوي. همدا راز خبري رسنیو ته د راپورونو زمینه برابره شوې ده. د عامه پوهاوي په برخه کې راستنېدونکو هېوادوالو ته غرمه او ماښام مهال غازي عبدالله خان لېسه کمپ او باران کلا کمپ کې د صبر او زغم په اړه ویناوې هم وشوې.
سپین بولدک او ښوراندام کې د غرمې او ماښام لهخوا (۶۲۰۰) تنه راستانه شویو مهاجرینو ته ډوډۍ توزیع شوې ده. نن د خدماتو او صحي چارو د کمېټې په چوکاټ کې د ملي دفاع وزارت، د میرویس نیکه روغتون، د سرې میاشتې ټولنې، هېلټ نېټ مؤسسې او د باران صحي ټیمونو لهخوا (۵۵۹) تنه ناروغان تداوي شوي. همدارنګه د (۱۲۷۸) تنو سکریننګ شوی، (۲۲۳۰) نارینهوو ته واکسین تطبیق شوی، د ملاریا (۴) او د کورونا (۵) نمونې اخیستل شوي، (۱۶۷) تنو ته کورونا واکسین تطبیق شوی، (۲) تنه مریضان استول شوي او (۶) ناروغان بستر شوي دي. د ښاروالۍ، برېښنا، ترافيکو، اوبو رسولو او نورو برخو کې اړوند خدمتونه هم وړاندې شوي دي. سپین بولدک د کمپ کثافات راټول او لرې کړل شول او (۸۵۰۰۰) لیټره د څښلو پاکې اوبه برابرې کړل شوې. نن د خدماتو کمېټې په چوکاټ کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د مسئولانو له لوري پر راستانه شویو مهاجرینو (۸۷۹) او د خصوصي شرکتونو له لوري (۹۶۱) عدده سیمکارټونه ویشل شوي دي. د ښاروالۍ، برېښنا، ترافيکو، اوبو رسولو او نورو برخو اړوند خدمتونه هم وړاندې شوي دي. د ضرورت په اندازه د مهاجرینو لپاره خیمي، کمپلې او خوراکي او نور توکي اماده شوي دي.
پکتیکا:
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
نن د انګور اډې په سیمه کې (۱) کورنۍ ثبت شوې ده.
د ټرانسپورت او انتقال کمېټه:
نن له انګور اډې فرضي کرښې څخه مهاجرينو کمپ ته او له هغه ځایه (۱) کورنۍ خپلې اړوندې ولسوالۍ ته انتقال شوله او د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري ورته لس زره افغانۍ مرسته هم ورکول شوه.
د خدماتو او صحي چارو کمېټې په چوکاټ کې د ملي دفاع وزارت او د عامې روغتیا صحي ټیمونو لهخوا انګور اډه او ښرنه کې (۱۰۸) تنه ناروغان تداوي شوې او (۱۷) تنو ته بیلابیل واکسینونه تطبیق شول. نن په ښرنه کې (۵۵) تنو ته او په انګور اډه (۴۲) تنه مهاجرینو او د کمېټو غړو ته د سهار، غرمې او ماښام ډوډۍ ورکړل شوه. نن د خدماتو کمېټې په چوکاټ کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د مسئولانو له لوري پر راستانه شویو مهاجرینو (۶) عدده سیمکارټونه ویشل شوي دي.
د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټې له لوري راستانه شویو مهاجرینو ته د امنیت، خدماتو او نورو برخو کې عامه پوهاوی ورکړل شو.
نیمــــــروز:
*د ثبت، تثبیت او استقبال کمیټه:
په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په نیمروز کې د ورېښمو له لارې (۲۷) کورنۍ، چې د افرادو شمیر یې (۱۰۵) تنه کیږي او (۹۴۲) تنه مجردین را ستانه شوي چې د مسئولينو له لوري ثبت شوي دي، چې د کورنیو له ډلې (۲۶) کورنۍ چې افرادو شمېر یې (۹۶) تنه کیږي او د مجردینو له ډلې (۸۲) تنه د نغدي او غیر نغدي مرستو په خاطر (آی او اېم) ته معرفي شوي دي.
د راستانو شوو مهاجرینو سره د روغتیا او عامه پوهاوي په برخه کې خدمات وړاندي شول.
د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.