نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
الاماره ۲۸/۴/۱۴۴۵ ھ ق، تورخـــم: د ثبت، تثبیت او استقبال کمیټه: نن پر ډیورنډ فرضي کرښه د تورخم په سیمه کې (۳۵۹) کورنۍ چې د افرادو شمیر یې (۱۳۷۶) تنه کیده، ثبت او بایومټریک شوې؛ (۱۱۵) کورنۍ ثبت شوې، چې (۹۹) کورنۍ مهاجر او (۱۶) کورنۍ غیر مهاجر تثبیت شول. د خدماتو او صحي چارو […]
الاماره ۲۸/۴/۱۴۴۵ ھ ق،
تورخـــم:
د ثبت، تثبیت او استقبال کمیټه:
نن پر ډیورنډ فرضي کرښه د تورخم په سیمه کې (۳۵۹) کورنۍ چې د افرادو شمیر یې (۱۳۷۶) تنه کیده، ثبت او بایومټریک شوې؛ (۱۱۵) کورنۍ ثبت شوې، چې (۹۹) کورنۍ مهاجر او (۱۶) کورنۍ غیر مهاجر تثبیت شول.
د خدماتو او صحي چارو کمېټه: د خدماتي کمېټې له لوري په عمري کمپ کې (۲۳۰۰۰) راستانه شویو مهاجرو ته ډوډۍ او تصفیه شوې اوبه ووېشل شوې. دخدماتي کمېټې مسئولان په روسیه کې د مېشتو افغان مهاجرینو لهخوا رالیږل شوي یو کانټینر خوارکي او غیرخوراکي مواد تسلیم شول، ژر به پر مهاجرینو ووېشل شي. د خالد بن ولید قول اردو لهخوا عمري کمپ ته البسه او خوراکي توکي انتقال شول. دې قول اردو د (۱۷۲۳۱) راستانه شویو ناروغو مهاجرینو درملنه هم کړې. د خدماتو کمېټې په چوکاټ کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ مسئولانو لهخوا مهاجرینو ته (۲۴۳۶) عدده سیمکارټونه ویشل شوي دي.
د ټرانسپورټ او انتقال کمېټه: نن پر ډیورنډ فرضي کرښه د تورخم له سیمې څخه د مختلف النوع موټرو په واسطه (۲۶۱) کورنۍ چې د افرادو شمیر یې (۱۲۹۲) تنه کیږي، خپلو ولسوالیو او کلیو ته انتقال شوي دي. د کډوالو د مؤقت مېشت کولو کمېټه:
د مهاجرینو د مؤقت میشت کولو کمېټې د مسئولینو، د ننګرهار والي، سرې میاشتې ټولنې د مشر او نورو مسئولینو ترمنځ د همغږۍ ناسته وشوه او په همدې ډول (۲۰) خېمې، د اوبو ذخیرې نصب او ډکې شوې.
سپین بولدک: د ثبت، تثبیت او استقبال کمیټه:
نن پر ډیورنډ فرضي کرښه د سپین بولدک په سیمه کې (۶۱۳) کورنۍ چې د افرادو شمیر یې (۳۳۱۵) تنه کیږي، ثبت او راجسټر او د مرستو په موخه آی او اېم سازمان ته معرفي شوي. د اسلامي امارت له لوري له هرې کورنۍ سره لس زره افغانۍ مرسته شوې ده. په راستانه شویو کې (۱۰) تنه قیدیان هم وو.
د ټرانسپورټ او انتقال کمېټه:
له بولدک ولسوالۍ او کندهار څخه (۳۱۲) کورنۍ چې د افرادو شمیر یې (۲۲۶۴) تنه کیږي، د مختلف النوع موټرو په واسطه کابل، زابل، اروزګان، هرات، کندهار، ننګرهار او نورو ولایتونو ته انتقال شوي او (۲۳۸۰۰۰) افغانۍ کرایه هم ورکول شوې ده.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
نن پر ډیورنډ فرضي کرښه د سپین بولدک په سیمه کې د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري (۶۱۲) راستنو شویو مهاجرو کورنیو سره مرسته شوې او هرې کورنۍ ته لس زره افغانۍ ورکول شوي دي.
د خدماتو او صحي چارو کمېټه:
د سپین بولدک، تخته پل او ښوراندام په کمپونو کې (۱۲۳۶۰) تنه مهاجرو ته د غرمې او ماښام ډوډۍ ورکول شوې. د روغتیايي ټیمونو له لوري (۸۲۳۶) تنه ناروغانو ته د واکسینونو په شمول، بیلابیل روغتیايي خدمات رسیدلي دي. همدارنګه سپین بولدک، تخته پل، ښوراندان او میل دپل په کمپونو کې د برښنا، اوبو رسولو او داسې نورو برخو کې خدمات ارایه شوي او د کمپونو صفايي او تنظیف هم وشو. د خدماتو کمېټې په چوکاټ کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ مسئولینو له لوري پر راستانه شویو مهاجرینو (۱۴۹۰) عدده سیمکارټونه ویشل شوي دي.
د مؤقت میشت کولو کمېټه:
د تخته پل کمپ د اتاقونو پارټیشن روان دی، د موقت میشت کولو کمېټې د کارونو له بهیر څخه نظارت وشو، کارونه ښه روان دي.
پکتیکا: د ثبت، تثبیت او استقبال کمیټه:
د پکتیکا اړوند پر ډیورنډ کرښه د انګور اډې په سیمه کې (۶) کورنۍ چې د افرادو شمیر یې (۴۳) تنه وو، ثبت شول او د ټرانسپورټ او انتقال کمېټې له لوري خپلو ولسوالیو او کلیو ته انتقال شول.
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري (۶) راستانه شویو کورنیو ته لس-لس زره افغانۍ ورکول شوي دي.
د مساجدو او زدهکړو کمېټه:
د مساجدو او زده کړو د تنظیم کمېټې غړو نن پکتیکا کې له مرستیال والي او نورو ولایتي رئیسانو او مسئولانو او د اسکان موقت کمېټې له غړو سره کتلي او راستنیدونکو مهاجرینو ته په اړوندو برخو کې د خدماتو پر وړاندې کولو ټینګار شوی.
د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:
د افغانستان ملي راډیو اوخپرندوي رسني ته راپور ترتیب او خپور شو او له (۳) داخلي رسنیو سره د راپور چمتو کولو او د معلوماتو په ارایه کولو کې همکاري شوې.
د ښرنې په لومړي او دوهم کمپ، د انګور اډې او تروې په کمپونو کې (۵۲) بابه خېمې نصب شوې، د اوبو او برېښنا سیستمونه فعال او ښځینه او مردانه تشنابونه جوړ شول.
نن (۳۲) تنه ناروغان کتل (معاینه) شوي او (۸) تنو ته واکسین تطبیق شوی. پر ډیورنډ فرضي کرښه د انګور اډې په سیمه کې راستانه شویو مهاجرینو او د کمیټو مسئولانو ته درې وخته ډوډۍ ورکول شوې ده. د خدماتو کمېټې په چوکاټ کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ مسئولینو نن پر مهاجرینو (۳۳) عدده سیمکارټونه ویشلي دي.
زابــــل: د خدماتو او صحي چارو کمېټه:
د خدماتو کمېټې غړي د زابل ولایت اړوند پر ډیورنډ کرښه د شملزو سیمې ته روان دي، څو هلته راستنیدونکو مهاجرو ته اړینې اسانتیاوې برابرې کړي؛ پکتیا، پکتیکا او زابل ولایتونو کې لا دمخه خدماتي کمېټې ایجاد شوي دي.
نیمــــــروز
نن (۶۴) کورنۍ چې د افرادو شمیر یې (۲۶۲) تنو ته رسیږي او (۱۴۳۰) نفره مجردین ثبت او د روغتیايي خدماتو له ارایه کولو وروسته، (۴۷) کورنۍ چې (۱۹۷) تنه کیږي، په لنډ مهالي کمپ کې ځای پر ځای شوې؛ آی او اېم ته معرفي او نغدي او غیر نغدي مرستې ورسره وشوې.
هــــــــرات
هرات کې د اسلام کلا سرحد له لارې (۵۴) کورنۍ چې د افرادو شمیر یې (۱۷۸) تنه کیده او (۱۳۲۳) تنه مجردان چې په اجباري توګه اخراج شوي، ثبت او راجسټر شوي؛ په همدې ډول (۳۶) کورنۍ چې د افرادو شمیر یې (۱۳۴) تنه کیږي او (۱۴۱۲) تنه مجردین پهخپله خوښه هیواد ته راستانه شوي؛ له دې ډلې (۵۳) کورنۍ چې د افرادو شمیر یې (۱۸۱) تنه کیږي او (۱۳۸) تنه مجردین بېوزله تشخیص شوي، مرسته ورسره شوې او آی او آېم ته معرفي شوي دي. څلور جنازې هم راغلي دي.
کابــــــــــل ـ مرکز
د سرای شمالي په کمپ کې (۳۲) بابه خیمې نصب او د اوبو رسولو سیستم جوړ؛ د نارینهؤ او ښځینهؤ لپاره د تشنابونو د جوړولو چارې په چټکۍ روانې دي.
د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.