نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
الامارة: ۱۴۴۵ جمادي الاول ۸ تورخـــم: د ثبت، تثبیت او استقبال کمیټه: تیره ورځ په تورخم کې (۳۲۷) کورنۍ او (۱۶۶۷) تنه ثبت او بایومټریک شوي دي. په همدې ډول (۱۶۰) کورنۍ تثبیت کړل شوې، چې (۱۳۷) کورنۍ مهاجرېن او پاتې (۲۳) کورنۍ غیرمهاجرېن ثابتې شوې. د ټرانسپورټ او انتقال کمېټه: تیره ورځ (۱۰۶) کورنۍ […]
الامارة: ۱۴۴۵ جمادي الاول ۸
تورخـــم:
د ثبت، تثبیت او استقبال کمیټه:
تیره ورځ په تورخم کې (۳۲۷) کورنۍ او (۱۶۶۷) تنه ثبت او بایومټریک شوي دي. په همدې ډول (۱۶۰) کورنۍ تثبیت کړل شوې، چې (۱۳۷) کورنۍ مهاجرېن او پاتې (۲۳) کورنۍ غیرمهاجرېن ثابتې شوې.
د ټرانسپورټ او انتقال کمېټه:
تیره ورځ (۱۰۶) کورنۍ چې د افرادو شمېر یې (۵۶۰) تنه کیږي، د (۳۴) عراده مختلف النوعه موټرو په واسطه ننګرهار، کابل، کونړ او لغمان ولایتونو ته په مصئونه توګه انتقال او یادو کورنیو ته (۱۳۷۰۰۰) افغانۍ د کرایې لپاره ورکول شوي دي. د تورخم فرضی کرښې څخه تر اړوند کمپ پورې په مصئونه توګه د مهاجرینو د لیږد لپاره (۱۷) عرادې مختلف النوعه امارتي وسایط استخدام شوي وو، چی ټولې یې (۵۲) دورې ترسره کړې.
د خدماتو او صحي چارو کمېټه:
د خدماتو کمېټې په چوکاټ کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د مسئولينو لهخوا راستانه شویو مهاجرینو ته (۱۱۲۶) عدده سیمکارټونه په وړیا توګه ووېشل شول. د مختلفو خيريه بنسټونو لهخوا مرسته شوې (۱۳۵۰) کمپلې، (۵۰۰) بستې معدني اوبه او (۱۲۰۰) ښځینه او نارینه بوټونه او جامپرونه، (۴۵۰) بستې خوارکي توکي توزیع شوي.
د مؤقت مېشت کولو کمېټه:
د مهاجرینو د مؤقت میشت کولو کمېټې نن په عمري کمپ کې له خیمو څخه څارنه وکړه، چې راستنېدونکي افغانان یې په منظم ډول په تشو خیمو کې ځای پر ځای کړل. همدارنګه د (۸) ټانکرونو پرمټ (۱۳۲) ټانکیو کې اوبه واچول شوې.
د مهاجرینو لپاره د کار موندنې کمیټه:
د مهاجرینو لپاره د کارموندنې کمېټې نن په تورخم کې (۷) تنه د بکلوریا سند لرونکي، (۱) تن د لیسانس سند درلودونکی، (۴) تنه حافظان، (۲) تنه د وړې دورې فارغان، (۱) تن دیني عالم، (۳۷۷) تنه غریبکار او (۱۰۵) تنه حرفهيي او مسلکي کسان ثبت کړل، چې ټول (۴۹۷) تنه کیږي.
د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:
پر ډیورنډ فرضي کرښه اوښتونکو ته پوهاوی ورکول شو چې د مهاجرینو په نوم امتیازات ترلاسه نهکړي او که څوک ونیول شو قانوني چلند به ورسره وشي. د (ای او اېم) له دفتر سره په همغږۍ مهاجرینو ته د مهاجرت (۲۰۰) پاڼې ووېشل شوې.
د مساجدو او زدهکړو د تنظیم کمېټه:
د تورخم په عمري کمپ کې د مساجدو او زدهکړو تنظیم کمېټې له لوري راستنېدونکو ته عامه پوهاوی جریان لري او په کمپونو کې ورته اصلاحي بیانونه وشول. په ورته وخت کې د یادې کمېټې د غړو لهخوا په یاد کمپ کې د مساجدو د ودانیو جوړېدو خبره وشوه، ترڅو د مهاجرینو لمونځونه په محفوظ ډول مساجدو کې په جماعت سره اداء او اصلاحي بیانونه په منظمه طریقه برابر شي.
سپین بولدک:
د سپین بولدک په سیمه کې (۳۱۹) کورنۍ چې د افرادو شمېر یې (۱۷۳۴) تنه کیږي، ثبت او د کورنیو چارو وزارت له لوري بایومټریک شوې. له دې جملې (۲۸۴) کورنۍ چې (۱۵۴۸) تنه کیدل، د لازمو مرستو په موخه (آی، او اېم) ته او (۳۵) کورنۍ چې د افرادو شمېر یې (۱۶۸) تنه کېده، د (یو ان اېچ سي آر) سلېپونه او د (وي آر پي) کارټونه یې له ځانه سره لرل، (یو ان اېچ سي آر) سازمان ته معرفي شوې. (۴) تنه نارینه قیدیان هم ثبت شوي دي.
له بولدک ولسوالۍ او کندهار څخه (۲۳۴) کورنۍ چې د افرادو شمېر یې (۷۳۶) تنه کیږي، د (۲۲) مختلف النوعه نقلیه وسایطو په واسطه کندهار، هلمند او کابل ولایتونو ته ولېږدول شوې او یادو کورنیو ته (۱۲۰۵۰۰) افغانۍ کرایه هم ورکول شوه.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
نن پر ډیورنډ فرضي کرښه په سپین بولدک کې د مالي چارو د تنظیم کمېټې لهخوا له (۳۱۸)کورنیو سره مرسته وشوه او هرې کورنۍ ته (۱۰۰۰۰) افغانۍ ورکول شوې.
تیره ورځ په کمپونو کې لسګونو راستنېدونکو هېوادوالو ته عامه پوهاوی او معلومات ورکړل شوي او همدا راز خبري رسنیو ته د راپورونو د جوړولو زمینه برابره کړل شوې ده. د عامه پوهاوي په برخه کې راستنېدونکو هېوادوالو ته غرمه او ماښام مهال د غازي عبدالله خان لېسه په کمپ او د باران کلا کمپ کې د صبر او زغم په اړه ویناوې وشوې.
سپین بولدک او ښوراندام کې د غرمې او ماښام لهخوا (۶۹۰۰) تنه راستانه شویو مهاجرینو ته ډوډۍ توزیع شوې ده. نن د خدماتو او صحي چارو کمېټې په چوکاټ کې د ملي دفاع وزارت، د میرویس نیکه روغتون، د سرې میاشتې ټولنې، هېلټ نېټ مؤسسې او د باران صحي ټیمونو لهخوا (۶۸۴) تنه ناروغان تداوي شوي د ښاروالۍ، برېښنا، ترافيکو، اوبو رسولو او نورو برخو کې اړوند خدمتونه هم وړاندې شوي دي. نن د خدماتو کمېټې په چوکاټ کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د مسئولينو له لوري پر راستانه شویو مهاجرینو (۹۲۷) عدده سیمکارټونه ویشل شوي دي.
پکتیکا:
د خدماتو او صحي چارو کمېټې په چوکاټ کې د ملي دفاع وزارت او د عامې روغتیا صحي ټیمونو لهخوا انګور اډه او ښرنه کې (۸۹) تنه ناروغان تداوي شوې او (۷) تنو ته واکسینونه تطبیق شوي دي. نن په انګور اډه او تروو کې (۳۵) تنه مهاجرینو ته د سهار، غرمې او ماښام ډوډۍ ورکړل شوه. نن د خدماتو کمېټې په چوکاټ کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د مسئولينو له لوري پر راستانه شویو مهاجرینو (۱۵) عدده سیمکارټونه ویشل شوي دي. د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټې له لوري د بېرته راستنېدونکو مهاجرینو په هکله د پنډغالي له مسئولینو مجموعي معلومات راټول کړل شول، چې تر اوسه څومره کورنۍ په دې فرضي کرښه بېرته هیواد ته راستنې شوې دي.
زابــــــــــــل:
نن د زابل ولايت د شملزو ولسوالۍ په زنځیر سیمه کې (۶) کورنۍ چې د افرادو شمیر یې (۲۸) تنه کېږي؛ ثبت او راجستر شوې.
د ټرانسپورټ او انتقال کمیټه:
تیره ورځ (۹) کورنۍ له زنځیر سیمې شملزو ولسوالۍ، شینکۍ ولسوالۍ او سره زنګل سیمې ته انتقال شوې.
د اسلامي امارت له بودجې څخه نن (۴) کورنيو لس-لس زره افغانۍ ورکړل شوې.
ړ اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:
پرون او نن د امربالمعروف او نهی عن المنکر د مسئولينو له لوري راستانه شویو مهاجرینو ته د صبر او زغم توصيه وشوه.
(۱۵۹) تنه مهاجرینو او د کمېټو مسئولینو ته ډوډۍ ورکړل شوه او د مهاجرینو ناروغانو تداوی هم وشوه. نن د (۴) کورنيو ته (۲۱) قلمه غیر خوراکي توکي چې د ماشومانو ژمنۍ جامې هم پهکې دي، ورکړل شول.
هـــــــــرات:
نن د اسلام کلا بندر کې له (۲۹) کورنیو سره د مالي کمېټې له لوري لس لس زره افغانۍ مرسته وشوه.
د خدماتو کمېټې په چوکاټ کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د مسئولينو لهخوا راستانه شویو مهاجرینو ته (۵۰) عدده سیمکارټونه په وړیا توګه ووېشل شول.
د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.