نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني۲۵) د ملي دفاع وزارت د ګډې محاربوي زده کړو ښوونیز مرکز د عامه خدمتونو ښوونځي نن د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د قول اردوګانو او قطعاتو د ویاندویانو لپاره د درې میاشتني کورس په شروع کولو سره خپلې تعلیمي چارې په رسمي توګه پیل کړې. دغه مراسمو کې د اسلامي […]
الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني۲۵) د ملي دفاع وزارت د ګډې محاربوي زده کړو ښوونیز مرکز د عامه خدمتونو ښوونځي نن د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د قول اردوګانو او قطعاتو د ویاندویانو لپاره د درې میاشتني کورس په شروع کولو سره خپلې تعلیمي چارې په رسمي توګه پیل کړې.
دغه مراسمو کې د اسلامي امارت وياند ذبيح الله ” مجاهد ” ، د ملي دفاع وزارت وياند مولوي عنايت الله “خوارزمي”، د جګړیزو ګډو زده کړو قوماندان مولوي محمد هاشم “حذيفه “، د ملي دفاع پوهنتون قوماندان مولوي عبدالقيوم “الياس”، ګڼو مسؤلينو او مجاهدينو ګډون کړی وو.
د اسلامي امارت وياند او مسؤلينو د ملي دفاع وزارت قطعاتو او جزوتامونو د عامه چارو آمرينو ته د خپلو راتلونکو مسؤلیتونو په اړه هر اړخيزې خبرې وکړې او متوجه يې کړل؛ په پای کې د قطعاتو د عامه چارو آمرينو هم د ملي دفاع وزارت رهبرۍ څخه مننه وکړه چي دوی ته يې دي دغه ډول مسلکي کورسونو زمينه برابره کړې ده .
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.