د دروازو او لارو تړل د ستونزو حل نه دی!

د ورځې خبره افغانستان او پاکستان دوه ګاونډي هيوادونه دي او تر منځ له ۲۶۰۰ کيلومترو اوږده کرښه لري. که څه هم ددغو دواړو هيوادونو ترمنځ ډېر زيات مشترکات دي، دواړه يو بل ته اړتياوې او ضرورتونه لري او هيڅ لوری بل له پامه نشي غورځولی؛ خو بيا هم کله کله د حکومتونو د ناسمو […]

د ورځې خبره

افغانستان او پاکستان دوه ګاونډي هيوادونه دي او تر منځ له ۲۶۰۰ کيلومترو اوږده کرښه لري. که څه هم ددغو دواړو هيوادونو ترمنځ ډېر زيات مشترکات دي، دواړه يو بل ته اړتياوې او ضرورتونه لري او هيڅ لوری بل له پامه نشي غورځولی؛ خو بيا هم کله کله د حکومتونو د ناسمو پاليسيو له وجې د دواړو هيوادونو اړيکې خرابې شوي او کله خو بيا ځينو نړيوالو قدرتونو او سازمانونو د خپلو ګټو لپاره ددغو دواړو هيوادونو ترمنځ د ستونزو ايجاد ته لارې هوارې کړي.
په تېرو څلورو پنځه لسيزو کې په افغانستان کې د جګړو او حکومتونو په بدلون سره د افغانستان او پاکستان اړيکې هم په يو حال نه دي پاتې شوي، اوس چې په افغانستان کې اسلامي امارت حاکم دی او اشغال او د بهرنيو ځواکونو حضور ختم شوی دی، پکار دی چې ددغو دواړو ګاونډيو هيوادونو ترمنځ اړيکې ښې شې، له تېرو ناسمو پاليسيو په زده کړه يو بل ومنل شي او په ګډه د ستونزو په وړاندې اقدامات وشي.
د اسلامي امارت له حاکميت څخه شاوخوا يو نيم کال تېريږي، په دغې موده کې که څه هم په مجموع کې د دواړو هيوادونو ترمنځ اړيکې ښې دي، خو اوس هم وخت ناوخت په سرحدونو کې يو لړ ستونزې رامنځته کيږي، چې کله ناکله يې له امله د څه مودې لپاره لارې او دروازې هم تړل کيږي. وروستۍ پيښه يې تېره اوونۍ د تورخم دروازې تړل کېدل و، چې له امله يې دواړو لورو ته ګڼ شمير خلک او تجارتي موټر بند پاتې دي.
د دروازو تړل او لارې بندول د ستونزو حل نه دی، په دې سره نه يوازې ستونزې نشي حل کېدای، بلکې دواړو لورو ته د پرتو قومونو او تاجرانو لپاره ستونزې او کړاوونه زياتوي. افغانستان يو وارداتي هيواد دی، چې يوه برخه توکي له پاکستان څخه واردوي، دغه راز پاکستان هم د ډبرو سکاره، تازه ميوه او ځينې نور اجناس له افغانستان څخه واردوي او د لارو تړل دغه پروسه ټکنۍ کوي، چې زيان يې د دواړو هيوادونو خلکو ته رسيږي.
د دواړو هيوادونو حکومتونو او پاليسي جوړوونکو قوتونو ته پکار دي، چې له يوبل سره خپلې ستونزې د تفاهم او ډيالوګ له لارې حل او د يو بل ګټې خوندي کړي. دواړه هيوادونه يوبل ته په اقتصادي او امنيتي برخو کې اړتياوې لري، د کرښې هرې خواته نا امني او بې ثباتې پر بل لوري مخامخ بدې اغېزې لري او ثبات يې بيا د بل طرف د ثبات او پرمختګ ضامن دی.
پاکستان ته د منځنۍ اسيا له هيوادونو سره د سوداګرۍ او د خپلې انرژۍ د پوره کولو لپاره افغانستان د وصل يوازينۍ لاره ده، دغه راز له هندوستان سره سوداګرۍ او سمندر ته د رسېدو لپاره افغانستان ته پاکستان خورا مهم دی، نو په همدې بنياد د د واړو لورو ګټې له يو بل سره تړلي او هيڅ لوری د بل له ثبات او پرمختګ پرته د ترقۍ او پرمختګ پړاوونو ته نشي رسېدلی.
د يو بل نه منل او محوه کول د نړۍ د ځينو هيوادونو پخوانۍ پاليسي وه، چې و ازمايل شوه او هيڅ ګټه يې ونه کړه، اوس مهال د نړۍ هيوادونه هڅه کوي، چې د خپلو ګټو لپاره له نورو سره پر دوستۍ ولاړې اړيکې ولري او له فرصتونو څخه په استفادې خپل اقتصاد ته رشد ورکړي او ستونزو ته په ګډه حللارې ولټوي.
پاکستاني چارواکي بايد په خپل هيواد کې د ناامنۍ او بې ثباتۍ ګوته افغانستان ته ونه نيسي، له کرښې ورهاخوا بې ثباتي خو د اسلامي امارت له واکمنۍ وړاندې هم وه او دغه راز بايد په خپل هيواد کې دافغانستان ضد سازمانونو او ډلو ته د فعالیت اجازه ورنه کړي.
د افغانستان او پاکستان سياسي او نظامي چارواکي هم بايد د دو مستقلو هيوادونو پر محور ولاړې دوستانه او صميمانه اړيکې جوړې کړي، د يو بل ګټې خوندي کړي، يو بل ته د زيان رسېدو مخنيوی وکړي، د هيڅ يو خاوره بايد د بل په وړاندې ونه کارول شي او دواړه د دوو مسلمانو او ګاونډيو هيوادونو له غوښتنو سره سم په امن، خوښۍ او خوشحالۍ کې ژوند وکړي.