نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
د کابل نادر پښتون واټ د خیرخواه سوداګریز کمپلکس د جوړولو قراداد د ااا د ریاست الوزرا دویم مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي، د چارو ادارې لوی رییس مولوي احمد جان احمدي، د مالیې، ښار جوړولو او ځمکو، د کرنې او مالدارۍ وزارتونو، د افغان ملي بانک، کابل ښاروالۍ مسوولینو، د سوداګرۍ او پانګونې اتاق رهبرۍ، […]
د کابل نادر پښتون واټ د خیرخواه سوداګریز کمپلکس د جوړولو قراداد د ااا د ریاست الوزرا دویم مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي، د چارو ادارې لوی رییس مولوي احمد جان احمدي، د مالیې، ښار جوړولو او ځمکو، د کرنې او مالدارۍ وزارتونو، د افغان ملي بانک، کابل ښاروالۍ مسوولینو، د سوداګرۍ او پانګونې اتاق رهبرۍ، د خیرخواه مارکیټ د متضررینو د اتحادیې د مسوولینو او (PIMTEK) ساختماني شرکت استازي په ګډون کې لاسلیک شو. دغه قراداد د ریاست الوزرا مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي او د خیرخواه سوداګریز کمپلکس د زیانمنو د اتحادیي رییس محمد مختار شریفي ترمنځ لاسلیک شو. په پېل کې ښاغلي مولوي عبدالسلام حنفي د خیرخواه پخواني مارکیټ اورلګیدنې کې متضرر شویو تجارانو او هټۍ والو له صبر او زغم مننې ترڅنګ د دغې لوی اقتصادي پروژې د اهمیت په تړاو خبرې وکړې. ښاغلي حنفي وویل: سوداګري او اقتصادي پرمختګ د اسلامي امارت د مشرتابه له لومړیتوبو څخه دی، سوداګر او صنعت کاران، چې هېواد د اقتصاد د ملا د تیر حثیت لري او حکومت یې هر اړخیزو همکاریو او لاسنیوي ته ژمن دی. نوموړي د خیرخواه الکترونیکي کمپلکس جوړیدل د هېواد اقتصادي سکتور او زرګونو هېوادولو ته د کار موندنې برخه کې مهمه لاسته راوړنه وبلله. دغه راز د چارو ادارې لوی رییس مولوي احمد جان احمدي د چارو ادارې د پانګونې د اسانتیا واحد او د خیرخوا مارکیټ د متضررینو د کنسرسیوم ترمنځ د یاد کمپلکس د جوړیدو په اړه معلومات شریک کړل. ښاغلي احمدي وویل: ( د خیرخواه الکترونیکي سوداګریز کمپلکس د خصوصي سکتور له لوري په ۳۲ عشاریه ۸ میلیونه امریکایي ډالرو جوړیږي، چې اړوند تخنیکي چارې یې د چارو ادارې د پانګونې د اسانتیا واحد له لوري پر مخ وړل شوي او راتلونکي کې هم ټولي تخنیکي چارې د دغه واحد لخوا ترسره کیږي. یاد کمپلکس په ۹ پوړونو کې جوړیږي، چې (۱۲۷۸) دوکانونه، (۷۹) دفترونه، د (۱۶۸۰) وسایطو پارک کولو، رسټوارنټ، شنه ساحه او د ورزش لپاره مناسب ځایونه او بیړنیو حالاتو کې پېښیدو صورت کې د خطر زنګونه ولري.) د چارو ادارې لوی رییس په وینا دغه کمپلکس د عامه او خصوصي مشارکت ( ډیزاین، اعمار، تمویل او ګټې اخیستنې په ماډل جوړیږي، چې د قرارداد د اجرا له نیټې تر دیرش (۳۰) کلونو پورې د خصوصي سکتور اړوند او له هغې وروسته د پرته له کوم پرداخت دولت ته سپارل کیږي. په ټاکل شویو دیر کلونو کې به هم د دغه کمپلکس عوایدو کې ۳۰ سلنه د دولت او ۷۰ سلنه د خصوصي سکتور سهم وي، چې د دې پروژې څخه به دولت ته په ټولیز ډول ۳۷ عشاریه ۷ میلیونه امریکایي ډالر مالیات را ټول شي. په غونډه کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي سرپرست محمد یونس مهمند هم د خیرخواه مارکیټ په لوی تجارتي کمپلکس بدلیدو له امله د اسلامي امارت له رهبرۍ مننه وکړه ویې ویل: ( خصوصي سکتور د هېواد په سختو شرایطو کې له خپل ولس سره همکار پاتې شوی او له دې وروسته هم د خپلو خلکو ترڅنګ وي.) ښاغلي مهمند وویل له هغې ورځ چې اسلامي امارت حاکم شوی د تېر په پرتله د سوداګرو د سر او مال امنیت خوندی شوی، په ګمرکونو او لویو لارو کې د اداري فساد او قاچاق مخه نیول شوی او خصوصي سکتور لپاره په صادراتو او وارداتو کې ګڼې اسانتیاوې رامنځته شوي دي. په پای کې د خیرخوا الکترونیکي کمپلکس د متضررینو د اتحادیې رییس محمد مختار شریفي د کمپلکس د اقتصادي او ټولنیز اهمیت په تړاو خبرې وکړې ویې ویل، د دغه مهمې پروژې له تطبيق سره به ۱۲۰۰۰ هېوادوالو ته په مستقیم او غیر مستقیم ډول کاري فرصتونه برابر شي.
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.