د خوړو نړیواله اداره کندهار کي خپلي مرستي او خدمات ډېروي

  د چهارشنبې په ورځ وروسته تر غرمې کندهار والي حاجي محمدیوسف وفا په خپل کاري دفتر کښي په افغانستان کي د خوړو نړیوال سازمان «WFP» له سلاکار مایکل فین سره وکتل، چي پرمهال یې د کندهار د بهرنیو چارو رئیس مولوي عبدالشکور حقاني هم حضور درلود. په پيل کي د خوړو نړیوال سازمان «WFP» […]

 

د چهارشنبې په ورځ وروسته تر غرمې کندهار والي حاجي محمدیوسف وفا په خپل کاري دفتر کښي په افغانستان کي د خوړو نړیوال سازمان «WFP» له سلاکار مایکل فین سره وکتل، چي پرمهال یې د کندهار د بهرنیو چارو رئیس مولوي عبدالشکور حقاني هم حضور درلود.

په پيل کي د خوړو نړیوال سازمان «WFP» راغلي سلاکار مایکل فین لومړی له کندهار والي څخه ځانګړې مننه وکړه، چي د خدماتو او مرستو کولو په برخه کي یې د ادارې پر وړاندي ټول خنډونه له منځه وړي او ورسره پوره همکاري کوي او په خپلو خبرو کي یې وویل، اداري یې له تېرو دریو میاشتو راهیسي د کندهار په ټولو ولسوالیو کي له اړمنو کورنیو سره د مرستو کولو لړۍ روانه کړې، چي زرګونه کورنیو ته یې اړیني مرستي رسولي دي.

مایکل فین وویل، دا چي کندهار کي اړمني کورنۍ زیاتي دي، په لومړي قدم کي غواړي نړیوال ملاتړ کوونکي زیاتو مرستو کولو ته راوبولي او په دوهم قدم کي به بیا په خپلو مرستو او خدماتو کي څو چنده ډېروالی راولي.

وروسته کندهار والي حاجي محمدیوسف وفا لومړی په افغانستان کي د خوړو نړیوال سازمان «WFP» سلاکار مایکل فین ته ښه راغلاست ووایه او ورڅخه یې مننه وکړه، چي کندهار ته یې سفر کړی او دلته د مرستو او خدماتو د ډېرولو په برخه کي پر ځانګړو تګلارو کار کوي.

کندهار والي راغلي سلاکار ته ډاډ وړاندي کړ، چي د دوی د کارونو پر وړاندي یې ټول خنډونه لیري کړي او اوس یې د خدماتو د ترسره کېدو پر وړاندي هیڅ راز ستونزي نسته، چي په خبره یې باید د نورو نړیوالو موسسو ترڅنګ د خوړو نړیوال سازمان هم په خپلو مرستو او خدماتو کي څو چنده ډېروالی راولي.

چهارشنبه: ۱۴۴۳/۹/۲۶