د خوست د اطلاعات او فرهنګ رئيس کندهار ته په سفر کي د اطلاعات او فرهنګ رياست او بېلا بېلو تاريخي ځايونو څخه ليدنه ترسره کړه.

  د يک شنبې په ورځ د خوست د اطلاعات او فرهنګ رئيس حاجي شبير احمد عثماني د کندهار اطلاعات او فرهنګ رياست ته راغلی وو، نوموړي لومړی د کندهار د اطلاعات او فرهنګ له رئيس مولوي نور احمد سعيد سره وليدل، په ليدنه کي د کندهار او خوست پر فرهنګي، هنري او ادبي موضوعاتو […]

 

د يک شنبې په ورځ د خوست د اطلاعات او فرهنګ رئيس حاجي شبير احمد عثماني د کندهار اطلاعات او فرهنګ رياست ته راغلی وو، نوموړي لومړی د کندهار د اطلاعات او فرهنګ له رئيس مولوي نور احمد سعيد سره وليدل، په ليدنه کي د کندهار او خوست پر فرهنګي، هنري او ادبي موضوعاتو باندي بحث وسو.
د کندهار د اطلاعات او فرهنګ رئيس د خوست د اطلاعات او فرهنګ رئيس ته د کندهار د فرهنګي او ادبي فعاليتونو په اړه معلومات ورکړل، په کندهار کي د موجوده تاريخي ځايونو، تاريخي زيارتونو او تاريخي ابدو په اړه هم ورسره وږغېد او هم ئې دلته د علمي او ادبي پروګرامونو او ناستو په اړه هر اخيز معلومات ورسره شريک کړل.
د خوست د اطلاعات او فرهنګ رئيس حاجي شبير احمد عثماني کندهار ته په راتګ خوښي څرګنده کړه او زياته ئې کړه، چي دلته د روانو فرهنګي او ادبي فعاليتونو په ترسره کېدو ډېر خوشاله سو.
ښاغلی عثماني په خوست کي د روانو ادبي او فرهنګي فعاليتونو په اړه وږغېد، هلته د مشاعرو، ادبي غونډو، تاريخي ځايونو او تاريخي ابدو په اړه ئې هر اړخيز معلومات شريک کړل.
نوموړي زياته کړه، کندهار ته ئې د راتګ موخه دلته د بېلا بېلو تاريخي ځايونو، زيارتونو او تاريخي ابدو څخه ليدنه ترسره کول دي، ځګه کندهار د افغانستان په کچه هغه ولايت دئ، چي لسګونه لرغوني ابدې لري او تر څنګ ئې دلته د لوی احمدشاه بابا، حاجي ميرويس خان نيکه او نورو نوموتو کسانو زيارتونه هم موجود دي.
تر ليدني وروسته د کندهار د اطلاعات او فرهنګ رئيس مولوي نور احمد سعيد د خوست د اطلاعات او فرهنګ رئيس کندهار موزيم او کتابتون ته بوتلئ، هغه زرګونه تاريخي او لرغوني اثار ئې ورته وښودل، چي په کندهار موزيم کي پراته دي.
د خوست د اطلاعات او فرهنګ رئيس د موزيم او کتابتون تر ليدني وروسته وويل، چي په کندهار کي د دومره لوی موزيم او غني کتابتون موجوديت د ډېر وياړ ځای دئ او دلته موجود لرغوني اثار ئې د ټول افغانستان د وګړو له پاره ملي شتمني وبلل.